د عامې روغتیا نوماند وزیر د غور ولایت والي، استازو او مخورو خلکو سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۵:۲۰
د عامې روغتیا نوماند وزیر د غور ولایت والي، استازو او مخورو خلکو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني غور ولایت ته د خپل سفر په لړ کې له والي، په ملي او ولایتي شورأ کې د یاد ولایت استازو، مخورو خلکو، مشرانو او مدني ټولنې استازو سره له نږدې بحث او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د غور والي د دې ولایت مشرانو او مخورو د روغتیا نوماند وزیر سره خپل وړاندیزونه او روغتیایي ستونزې شریکې کړې او د روغتیا وزارت له مشرتابه څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

ډاکټر عثماني د غور ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت رهبري به روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو چمتو کولو، د ډاکټرانو ظرفیت لوړولو او مسلکي متخصصینو استخدامولو په برخه کې اړین او کوټلي ګامونه پورته کړي، تر څو ښه او اړین روغتیایي خدمتونو اړمنو ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا هیواد د چارواکو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.

 

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

په تخار ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند صحت محیطي او د روغتیايي قوانیونو د برسۍ ټیمونو په دغه ولایت کې له درملتونونو او هټیو څارنه ترسره کړې چې پرمهال یې په زیاته کچه تاریخ تېر درمل او بې. . .

BACK TO NEWS