د عامې روغتیا نوماند وزیر د متحده ایالاتو د سفارت له شارژ دافیر سره خبرې وکړې

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۹:۳۷
د عامې روغتیا نوماند وزیر د متحده ایالاتو د سفارت له شارژ دافیر سره خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له شارژ دافیر ښاغلي راس ویلسن سره د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د عامې روغتیا نوماند وزیر له راس ویلسن سره د امریکا متحده ایالاتو لخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د سل پایو مرسته شوي وینټېلېټرونو د کارولو او د دې دستګاه وؤ کارولو په پار د روغتیایي کارکونکو روزنې په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه په دې کتنه کې ډاکټر عثماني د اداري فساد پر

وړاندې مبارزه د عامې روغتیا وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې موږ د روغتیا برخه کې په شفاف سیستم باور لرو او هغه مرستې چې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره کېږي په شفاف او عادلانه ډول اړمنو ته لېږل کېږي.

په ورته وخت کې د امریکا سفارت شارژ دافیر ښاغلی راس ویلسن د HNTAP روغتیایي پروژو په اړه چې د MSH دفتر لخوا پر مخ وړل کېږي او URBAN Health Initiative پروژې په اړه د عامې روغتیا له نوماند وزیر سره خبرې وکړې او د افغانستان روغتیایي سکتور سره د امریکا هېواد د لا ډېرو مرستو په اړه خبر ورکړ.

په پام کې ده چې د افغانستان روغتیایي سکتور سره د مرسته شويو وېنټېلېټر دستګاه وؤ د دې برخې کارکونکو تر روزنې وروسته له اړتیا سره سم یاد شوې کمپنۍ د انجنیرانو لخوا په روغتونونو کې نصب او ګټه ترې واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS