د عامې روغتیا نوماند وزیر د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا بېړنیو پروګرامونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۵:۳۳
د عامې روغتیا نوماند وزیر د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا بېړنیو پروګرامونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د بېړنیو پروګرمونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي، په بېړني حالت کې چمتووالی، د لابراتوارونو ارزونې، سرویلانس څانګې او روغتونونو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

دغه استازو څرګنده کړه چې د دوی د لیدنې هدف په بېړني حالت کې د افغانستان روغتیا سیستم پیاوړي کول وؤ او ویې ویل چې دا ټیم په کابل او ولایتونو کې لابراتوارونو، عاجل څانګو او روغتونونو څخه لیدنه کوي ترڅو د دوی فعالیت/کړنې و ارزوي.

ډاکټر احمد جواد عثماني د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد روغتیا سیستم د پیاوړي کولو اوهمکارۍ له امله مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د لابراتوارونو، روغتیایي مرکزونو، د سرویلانس څانګې او د ویروس مخنیوي څرنګوالي ارزونې وروسته خپلې غوښتنې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریکې کړي، تر څو په بېړني حالت کې په روغتیایي مرکزونو کې غوره تدابیر ونیول شي.

همدارنګه، د عامې روغتیا نوماند وزیر خپل پلانونه له دې هیئت سره شریک کړل او د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې په پلي کولو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۶:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د (Cord aid) روغتیایي دفتر، د افغان پراختیایي موسسې استازو او نورو څانګو په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو او ډېرو مالي مرستو ترلاسه کولو او روغتیایي خدمتونو ته. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۷:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو نړیواله ورځ ونمانځله

په نړۍ کې د پولیو/ګوزڼ نړیوالې ورځې نمانځل، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یونیسیف ادارې، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي همکارانو د پولیو نړیوالې ورځې د نمانځلو په پار په سختو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې. . .

BACK TO NEWS