د عامې روغتیا وزارت سره د اورپایي اتحادیې د دوهمې دورې تخنیکي مرستو پیل او لومړۍ دورې پای په پار ناسته وشوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۲۱:۲۹
د عامې روغتیا وزارت سره د اورپایي اتحادیې د دوهمې دورې تخنیکي مرستو پیل او لومړۍ دورې پای په پار ناسته وشوه

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ښاغلي ډاکټر وحید مجروح، په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازو، د GIZ دفتر او نورو مختلفو ادارو په شتون کې د سهیلا صدیق په تالار کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح په دغه ناسته کې وویل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب، د GIZ دفتر له لارې د اروپايي اتحادیې او د هېواد د عامې روغتیا وزارت ترمینځ د تخنیکي همکارۍ د لومړي پړاو بشپړېدو له امله مننه کوم او د دوهم پړاو همکارۍ پیل د افغانستان د روغتیا سیسټم پیاوړتیا لپاره یو اغېزمن ګام دی.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د خپلو خبرو په دوام وویل: "اروپایي اتحادیه د روغتیا وزارت یو له مهمو شریکانو څخه دی او په لومړي پړاو کې د عامې روغتیا وزارت د دې اتحادیې د تخنیکي او مالي همکاریو په کارولو سره د هېواد په روغتیا سکتور کې ښې لاسته راوړنې لري."

همدا راز ډاکټر مجروح زیاته کړه له اروپایي اتحادیې د GIZ دفتر او نورو روغتیایي ملګرو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د نورو مهمو مسایلو سربېره، د روغتیایي مرکزونو سیستماتیک کول، څارنه او ارزونه ، په روغتونونو کې د ناروغانو د ثبت سیسټم رامینځته کول، د ساري ناروغۍ مخنیوي او نورو برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ وکړي ترڅو د هېواد روغتیایي سیستم پیاوړی شي او د خلکو اړتیاوؤ ته ځوابو ویونکی اوسي.

دغه راز په دې ناسته کې د اروپایې اتحادیې په استازیتوب ښاغلي Wim Riepma وویل: "زه خوښ یم چې نن ورځ د اروپايي اتحادیې تر مینځ د تخنیکي او مالي همکارۍ د لومړي پړاو پای او د دې همکاریوو د دوهم پړاو پیل چې د GIZ دفتر له لارې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره کېږي شتون لرو.

ښاغلي Wim زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان له حکومت او روغتیا وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي او دا اتحادیه به په راتلونکي کې د افغانستان له حکومت او د روغتیا وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، د روغتیا وزارت سره د تخنیکي مرستې د پروژې مسؤل ډاکټر حشمت علي، چې د GIZ دفتر له لارې ترسره کېږي وویل: د افغانستان د روغتیا وزارت سره د اروپایي اتحادیې تخنیکي او مالي همکارۍ لومړی پړاو په 2016‎ کې پیل او تر 2020 پورې یې دوام وکړ.

موږ اوس د عامې روغتیا وزارت سره د دې مرستو د دوهم پړاو د پیل شاهدان یو چې د GIZ دفتر له لارې ملاتړ کېږي، په دې مرستو کې حکومت داري، د لومړي پړاو پروژو بشپړول، د سرچینو همغږي کول، د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه، تخنیکي برخې، ظرفیت لوړونه، د ستراتیژیو جوړول او نورې مهمې مسلې شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۳:۲۵
Background image

د عامې روغتيا وزارت د حياتي احصايې امريت له لوري د مړينې علت معلومولو تصديق پاڼې ملي لارښود اړوند لمړنی ورکشاپ تر سره شو

 

په ياد ورکشاپ کې چې د عامې روغتيا وزارت او نورو مربوطه اداراتو اړوند مسلکي اشخاصو ګډون درلود ، د مړينې د علت معلومولو د تصديق پاڼې په ملي لارښود بحث او خبرې تر سره کړې ، د ياد ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا هیواد د چارواکو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.

 

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون. . .

BACK TO NEWS