د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خصوصي روغتونونو کې د اکسیجن مصرف د سپمولو غوښتنه کوي

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۲:۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خصوصي روغتونونو کې د اکسیجن مصرف د سپمولو غوښتنه کوي

یکشنبه، غبرګولی ۱۶/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د خصوصي سکتور له استازو سره په کتنه کې له هغوئ وغوښتل چې په خصوصي روغتونونو کې د اکسیجن مصرف وسپموي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا روغتونونو کې د اکسیجن کمښت د کورونا ناروغانو د پاملرنې او لاسرسي لپاره یوه لویه ننګونه بولي او وايي چې په کابل کې د اکسیجن شرکتونو په وینا خصوصي روغتونونه تر ټولو ډېر اکسیجن کاروي.

ډاکترمجروح ټینګار وکړ چې د کورونا په روغتونونو کې د ناروغانو د زیاتوالي له امله د عامې روغتیا وزارت ډېرو اکسیجن بالونونو ته اړتیا لري او خصوصي روغتونونه باید د دوی اړتیاوؤ مطابق اکسیجن وکاروي او پاتې نوردې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.

هغه همدارنګه د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي سکتور یوه ګډه کمېټه دې جوړه شي ترڅو د ناروغانو شمېر، د اکسیجن بالونونو شمیر او د هیواد په بازارونو کې د تولیدي شرکتونو لخوا د آکسیجن بالونونو د وېش په پام کې نیولو سره دې د خصوصي روغتونونو اړتیاوې وڅېړي.

سربېره پردې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست له ټولو خصوصي روغتونونو وغوښتل چې د کورونا ناروغانو درملنې اصول او د عامې روغتیا وزارت د معیارونو سره سم خپلې دندې ترسره کړي او د وارډونو د ننه چې د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي دي د روغتیایي اصولو سره سم دې عمل وکړي.

دغه راز د خصوصي روغتونونو استازو د اکسیجن د کموالي ننګونو د حل په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د عامې روغتیا وزارت سره یې پر خپلې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۹:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوال بانک څخه د اکسیجن دستګاه وو د پېرودلو په پار د همکاري غوښتونکی شو

چهارشنبه، غبرګولی ٢٦/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک له استازو څخه د آکسیجن دستګاه وؤ په پیرودلو کې د دوی د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۶:۴
Background image

د روسیې هېواد د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه د نړیوال روغتیایي سازمان له لارې افغانستان ته ورسېده

سه شنبه، غبرګولی ۲۵/۱۴۰۰

په دغه کڅوړه کې بېړني کېټونه شامل دي، چې دمخه د روسیې هېواد لخوا نړیوال روغتیایي سازمان ته سپارل شوي وؤ نن افغانستان ته ورسېده.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۲۳:۱۸
Background image

د کورونا ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله وژونکې ده

دوشنبه، غبرګولی ٢٤/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح؛ نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې برخه واخیسته او د هېواد د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د عامې. . .

BACK TO NEWS