د هرات په مختلفو ځایونو کې څو روغتونونه رامنځته او د کرونا وایرس د کنترول لپاره ځانګړي شول

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۳:۴
د هرات په مختلفو ځایونو کې څو روغتونونه رامنځته او د کرونا وایرس د کنترول لپاره ځانګړي شول

عامې روغتيا وزارت په هیواد کې د کرونا وایرس د مخنيوي په موخه د هرات څو نقطو کې د کرونا ځانګړي مرکزونه رامنځته کړل.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور تر مشرۍ لاندې مؤظف پلاوي په هرات ولایت کې درې مرکزونه تنظیم او د کرونا وایرس د کنترول او مخنيوي پخاطر ځانګړي کړل.
دغه ځانګړي مرکزونه چې د هرات په شمال، جنوب او ختیځ کې موقعیت لري په لاندې ډول دي:

  • د هرات ښار په شمال کې په لبرټی کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز ځانګړی مرکز
  • د هرات ښار په جنوب کې په حاجی کیمپ کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز ځانګړی مرکز
  • د هرات ښار په ختیځ کې په شيدايي سیمه کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز ځانکړی مرکز
  • اوس مهال په هرات ولایت کې په یو وخت کې د ۷۰۰ ناروغانو لپاره امکانات موجود دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۱۶:۴۸
Background image

د برچي دښتې (دشت برچي) پر سل بيستريز روغتون تروريستي بريد

روغتيايي کارکوونکي او تسهيلات د ټولو نړيوالو تړونونو په بنسټ له هر ډول تيري , تعرض او زياتي څخه بايد خوندي وي •
خو متأسفانه په افغانستان کې هره ورځ دغه تسهيلات او روغتيايي کارکوونکي او. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۴:۲۶
Background image

عامې روغتيا وزارت دخلکو قرنطين نه مراعت کولو په برخه کې انديښنه وښودله

د عامې روغتياوزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معين ډاکتر وحيد مجروح نن په يوه ناسته کې د کرونا ويروس زياتوالۍ د عامه خلکو د قرنطين نه مراعت کول وښودل.
ډاکتر مجروح وايي : په دغو ورځو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

عامې روغتيا وزارت د يوې ناستې په ترڅ کې په هيواد کې د کرونا ناروغۍ وروستي جزئيات اعلان کړل

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چوپړتياوو ( خدمتونو) د‌وړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح نن د يوې ناستې په ترڅ کې د کرونا ناروغۍ اړوند وروستي جزئيات او د‌عامې روغتيا وزارت لخوا د کرونا. . .

BACK TO NEWS