د پولیو واکسین او نورو وقايوي واکسینونو د اهمیت په باب د اسلامي نړۍ د علماوو دفتواګانو د مجموعې یو کتاب چاپ شو

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۳ - ۱۶:۲۸

په دې وروستیو کې د پولیو واکسین او د نورو وقایوي واکسینونو د اهمیت په باب د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو او مشهورو عالمانو د فتواګانو مجموعه د یوه کتاب په بڼه چاپ شوه. ددغه کتاب د فتواګانو اصلی متن سره د دري او پښتو ژبو ترجمې چاپ شوي دي په هغې د افغانستان د دیني عالمانو په شمول، د دیوبند د دارالعلوم، د مصر د الاظهر پوهنتون، د علامه یوسف قرضاوي د تحقیقاتی مرکز، د سعودی عربستان د حرمین شرفین، د کراچي دارالعلوم، حقانیه مدرسې او ورته نورو معترو مراجعو فتواګانې په کې شاملې دي. په دې فتواګانو کې د پولیو واکسین او د نورو وقایوي واکسینونو په اهمیت ټینګار شوی او مسلمانان یې په دې مکلف بللی چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره دغه واکسینونه خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي.

همداراز د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د پولیو واکسین دکمپاینونو څخه ملاتړ کړی او د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې یې له مسلمانانو څخه غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا او سلامتیا د خوندي ساتلو په خاطر دغه واکسین هغوی ته ورکړي.

ددينی عالمانو په وینا، که چیرې د کورنی د غلفت او بې پروایي له امله، د واکسین په مټ د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندې خپل ماشومان واکسین نه کړي، په حقیقت کې د خپلو ماشومانو په حق کې د سترې جفا او ګناه مرتکب کیږي.

د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ کوم جانبي عوارض نه لري. دغه واکسین ورکول د ناروغو او نوي زیږیدلی ماشومانو لپاره لازیات اړين دی، ځکه د دوی د بدن مقاومت او معافیت کمزوری دی او که چیرې هغوی ته دغه واکسین ور نه کړل شي، هغوی په دې ناروغۍ ډیر ژر اخته کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۳:۲۵
Background image

د عامې روغتيا وزارت د حياتي احصايې امريت له لوري د مړينې علت معلومولو تصديق پاڼې ملي لارښود اړوند لمړنی ورکشاپ تر سره شو

 

په ياد ورکشاپ کې چې د عامې روغتيا وزارت او نورو مربوطه اداراتو اړوند مسلکي اشخاصو ګډون درلود ، د مړينې د علت معلومولو د تصديق پاڼې په ملي لارښود بحث او خبرې تر سره کړې ، د ياد ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا هیواد د چارواکو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.

 

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون. . .

BACK TO NEWS