د پولیو په اړه د ننگرهار ولی سره د روغتیاپی چارواکو لینده

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۸ - ۱۲:۵۸
د پولیو په اړه د ننگرهار ولی سره د روغتیاپی چارواکو لینده

ننګرهار والي سره د عامې روغتيا وزارت مسئولینو د پوليو واکسين ساحې پراختيا او کمپاينونو ښه تر سره کېدو په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د عامې روغتيا وزارت پلاوي، د دې ولايت د روغتيا کار کوونکو او مرستندويه ادارو مسئولينو د پوليو ضد واکسين ساحې پراختيا، ماشومانو او لويانو ته د پوليو واکسين پيل شويو کمپاينونو ښه تر سره کېدو په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د وري په شپږمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پرمهال يې د پوليو په برخه کې د عامې روغتيا وزير ستر سلاکار هدايت الله ستانکزي، د ياد وزارت د ادارو همغږۍ کوونکی او د UC مسئول، عامې روغتيا رئيس نصير احمد دراني، د کتلوي معافيت امر ډاکتر صاحبزاده، د نړيوالو ادارو استازو او نورو مسئولینو شتون درلود.
د پوليو په برخه کې د عامې روغتيا وزير سلاکار هدايت الله ستانکزي وويل، چې د پوليو لمنځه وړنه د حکومت په لومړنيو لسو اوليتونو او د وزارت د لومړني اولويت کې شامل هدف دی، چې بايد ټولې ادارې په کې همکاري وکړي.
نوموړي وويل، چې سږکال له نيکمرغه په ننګرهار کې د پوليو مثبته پېښه نشته او د يو نوي ابتکار له مخې يې داځل د لومړي ځل لپاره د ننګرهار په تورخم او د کندهار په سپين بولدک ښارګوټو کې ټول عمر لرونکو کسانو ته د پوليو ضد واکسين پيل کړ ترڅو هغه هېوادوال، چې پښتونخوا او د هغه طرف نورو سيمو ته ځي، چې د پوليو له وايرس څخه خوندي پاتې شي.
هغه همدا راز وويل، چې راتلونکې اوونۍ کې به د تېر په څېر له پنځو کالونو کم عمره ماشومانو ته هم د پوليو واکسين پيل شي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پولیو په اړه د ننگرهار ولی سره د روغتیاپی چارواکو لینده
د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصير احمد دراني ننګرهار والي سره د پوليو واکسين په اړه د وروستيو اجراتو، ستونزو او روانو چارو په اړه معلومات شريک کړل او ډاډ يې څرګند کړ، چې د پوليو ضد واکسین په تطبيق کې به بريالۍ هڅې تر سره کړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخيل وويل، چې د پوليو ضد واکسین تطبيق په برخه کې هره مياشت يوځل د سکتوري ادارو رئیسانو، ولسوالانو، روغتيايي مسئولينو، د مدني ټولنو استازو، مخورو، علماء کرامو او نورو سره ناستې کوي.
هغه وويل، چې د پوليو واکسين په برخه کې يې په بېلابېلو وختونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پر لاره اچولي، چې خلکو ته ګټور معلومات وړاندې شوي او د ناوړه تبليغاتو مخنيوی شوی دی.
هغه د دې ناستې پرمهال د تيليفون له لارې په تورخم کې امنيتي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ټول عمر لرونکو کسانو ته د پوليو پیل شوي واکسين کمپاين په برخه کې روغتيايي مسئولينو سره همکاري وکړي او د امنيت ساتنې ترڅنګ يې د نظم په جوړولو کې لازمې هڅې تر سره کړي.
ننګرهار والي د عامې روغتيا وزارت له سلاکار غوښتنه وکړه ترڅو په ننګرهار کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو روغتون کې بسترونه زيات کړي او همدا راز هره مياشت له ننګرهار څخه کابل ته سل – سل تنه پر نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه وليږدوي، چې مسئولينو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS