د کورونا واکسین چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۵
د کورونا واکسین چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د مسؤلو ادارو د استازو په شتون کې د کورونا واکسین چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

په دې ناسته کې، د هغه کسانو لومړیتوب بندۍ چې د کورونا له ګواښ سره مخ دي، د سوړ زنځیر سیسټم له لارې د کورونا واکسین ساتل، د دې واکسین پلي کولو لپاره د زرو ټیمونو ګمارنه، د واکسیناتورانو روزنه، د روغتیایي کار کونکو له اخته کېدو مخنیوئ، د واکسین برنامې سم مدیریت په اړه د نظر تبادله وشوه.

ډاکټر وحید مجروح د کورونا واکسین د چمتووالي او پلي کولو برنامې ته د کتنې پرمهال مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د یو ځانګړي میکانیزم له لارې د دې معیارونو سره سم دې واکسین پلي کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي.

ټاکل شوې ده د کورونا واکسین لومړۍ کڅوړه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د نړیوال بانک او آسیايي بانک په مالي ملاتړ هېواد ته وارد شي.

همدارنګه د دې ناستې په دوام کې، د GAVI او HSS4 نوی پلان او د دې دواړو پروژو اوسنۍ کړنې او لاسته راوړنې په لنډه توګه وړاندې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو په برخه کې د هېواد د ولسمشر لیدلوری له روغتیایي مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې شریک شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د مرکز، ولایتي عامې روغتیا رئیسانو، روغتیایي شریکانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو او خصوصي سکتور. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۵:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل د زابل له والي سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ نن د زابل ولایت له والي جنرال احمدګل رسولي، په پارلمان کې د دغه ولایت استازي او د ولایتي شورا رییس سره وکتل.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۳:۰
Background image

د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د ولایتي روغتیایي مسؤلینو د کړنو څرنګوالی وارزول شو

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د ولایتونو د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS