د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د ولایتي روغتیایي مسؤلینو د کړنو څرنګوالی وارزول شو
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو، خصوصي سکتور، د روغتیایي شریکانو استازو او روغتونونو له رئیسانو سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول او کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په پار یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې لومړی، د ننګرهار، خوست، لغمان، جوزجان، هلمند او کاپیسا ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیایي خدمتونو ښه کولو او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د خپلو کړنو راپور د پالیسۍ او پلان معین ته وړاندې کړ او د وزارت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو د حل غوښتونکي شول.
د پالیسۍ او پلان جوړونې معین د روغتیایي خدمتونو ښه کولو او کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د کړنو د راپورونو اورېدو پر مهال د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو په لا څارنې ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دوی کاري ستونزې حل کړي.
سربېره پردې، ډاکټر نورمل د لا څارنې په پار د تقویتي ټیمونو جوړولو، په کارونو کې د شفافیت او مؤثریت، د څارنیزو چک لیستونو ترتیبول، د خصوصي سکتور پیاوړتیا او د ولایتونو لخوا پر وخت او کره راپور ورکولو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
له بلې خوا د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر د ولایتي روغتیا رئیسانو سره د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو لخوا د روغتیایي کار کونکو د معاشونو پر وخت ورکړې او د ولایتونو د روغتونونو په اساسي ودانیو کې د اکسیجن پلان جوړولو په اړه خبرې وکړې او له دوی څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د ناستې په جریان کې، د مرکز د تخنیکي کمېټو مسؤلینو د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې او په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو په اړه خپل کاري راپورونه د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل.