په افغان جاپان روغتون کې د بریښنایي طبي سیسټم د ثبت څانګه پرانیستل شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۵:۵۵
په افغان جاپان روغتون کې د بریښنایي طبي سیسټم د ثبت څانګه پرانیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د افغان-جاپان روغتون کې د بریښنایي طبي ثبت سيسټم پرانیسته وکړه.

په پام کې ده چې د دې سیسټم په پرانیستلو سره د ناروغ ټول مشخصات روغتون ته د رارسېدو څخه تر رخصتېدو پورې په آنلاین ډول ثبت شي.

ډاکټرمجروح، د دې څانګې پرانیستل د څېړنيزو اهدافو او ناروغ د مشخصاتو د ثبتولو برخه کې مهم ګام وباله او وویل: چې د دې سیسټم کارولو سره به مدیریت او اداري کلتور نور هم قوي شي.

هغه دغه راز زیاته کړه: "زه هیله لرم د افغان – جاپان روغتون چې د کورونا ویروس بحران کې شپه او ورځ د ناروغانو درملنې برخه کې هڅه کړې ده، له دې وروسته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې په یوه بېلګه بدل شي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د اړوندو څانګو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دې سیسټم پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او د راتلونکو دوه اونیو په ترڅ کې د دې سیسټم د کړنو پایله او مؤثریت شریک کړي.

په ورته وخت کې، ډاکټرمجروح د افغان - جاپان روغتون د کار کونکو له هڅو او کړنو مننه وکړه او د کورونا ویروس بحران کې یې د دوی خدمتونه نه هېرېدونکي وبلل.

دغه څانګه په یاد روغتون کې د MSI او MSH مؤسسو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د خوارځواکۍ پوډرو او د اوسپنې فولیک اسید ګولیو د ویش درې ورځنی کمپاین پيل شو

دغه کمپاین د یونیسف په مالي لګښت او د HADAAF مؤسسې په تخنیکي مرسته پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې ځوانو انجونو ته د خوارځواکۍ څخه د مخنیوي په موخه پوډر او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "زما روغتیا زما حق" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د  عامې روغتیا وزیر،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي زده کړو په موخه د ټریني ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست او ایمرجنسي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې له ۲۸ تنه  نارینه او ښځینه ډاکټرانو څخه، چې د ازموینې ملي کمېټې له لوري دې برنامې ته. . .

BACK TO NEWS