په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول د یوې ناستې په ترڅ کې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۲:۲۸
په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول د یوې ناستې په ترڅ کې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو

دوشنبه، زمری ۱۱/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي، نن په یوه غونډه کې چې د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت جوړونې او ظرفیت لوړولو په پار په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې په لاره اچول شوې وه خبرې وکړې.

مالي او اداري مرستیالې په دغه غونډه کې، د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول، د روغتونونو تجهیز کول او په اوسني وضعیت کې د طبي تجهیزاتو د ترمیم مرکز رامینځته کول جدي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هڅه کوي په دې برخه کې جدي او عملي اقدامات وکړي.

له بلې خوا، د دې غونډې ګډونوال چې سرطبیب، د څانګو مشران او د روغتونونو روزنې مسؤولینو وؤ، په بېلابېلو ډلو وېشل شوي او د روغتیايي کار کوونکود ظرفیت لوړولو او اړتیاوؤ په پار یې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل ترڅو د هغه مطابق پلان چمتو او پلی شي.

د یادونې وړ ده چې د اړتیاوو ارزولو او په روغتونونو کې د ظرفیتونو له پېژندلو وروسته د اړتیا له مخې په بېلابېلو څانګو کې د روغتیایي کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام په لاره واچول شي، چې په دې پروګرامونه کې به له داخلي او د اړتیا په صورت که له بهرنیو استادانو څخه کار واخیستل شي، ترڅو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو په برخه کې اغېزمن ګام پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "زما روغتیا زما حق" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د  عامې روغتیا وزیر،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي زده کړو په موخه د ټریني ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست او ایمرجنسي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې له ۲۸ تنه  نارینه او ښځینه ډاکټرانو څخه، چې د ازموینې ملي کمېټې له لوري دې برنامې ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۳
Background image

۱۵۰ تنه له نشه یې توکو څخه رغېدلي کسان د یو مکتوب له مخې د حرفوي زده کړو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته وروپېژندل شول

یاد کسان چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې معیاري درملنه شوې وه او په بشپړ ډول رغېدلي وو، د مسلکي او حرفوي زدکړو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي شول، چې د څلور میاشتو په کې. . .

BACK TO NEWS