په کابل ښار کې بې ځایه شويو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پار شل روغتیایي ټیمونه وګمارل شول

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۵۲
په کابل ښار کې بې ځایه شويو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پار شل روغتیایي ټیمونه وګمارل شول

چهارشنبه، زمری ۲۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل، پېښو ته د رسېدو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ استازو سره په یوه بېړنۍ ناسته کې بې ځایه شویو کسانو ته د رسېدو څرنګوالي په اړه چې له جنګ ځپلي ولایتونو نه کابل ته راغلي دي بحث او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، دغه بې ځایه شویو ته د پاملرنې او لاسرسي په برخه کې ددغه وزارت د اقداماتو په اړه ډاډ ورکړ، ویې ویل: چې د بې ځایه شویو کمپونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره شل ټیمونه او۵۰ امبولانسونه ګمارل شوي دي.

ډاکترمجروح، وویل: چې د روغتیایي ادارو او مرستندویه بنسټونو ترمینځ خورا ښه همغږي شتون لري او ټولې روغتیايي ادارې اړمنو خلکو په ځانګړي توګه هغه کسان چې د جګړې له امله زیانمن شوي دي د خدمتونو وړاندې کولو په پار سره یوځای شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له ټولو روغتیایي کار کوونکو څخه وغوښتل چې له بې ځایه شوي ناروغانو سره په ډېره مهربانۍ چلند وکړي ځکه دوی سخت رواني زیان لیدلی، چې شفقت او تسلیت ته اړتیا لري.

له بلې خوا، ډاکټر عبدالکریم توتاخېل؛ د بې ځایه شویو د پاملرنې لپاره د عامې روغتیا وزارت او اړوندو بنسټونو سره د چارو ادارې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړاو ویې ویل: چې د بې ځایه شویو لپاره د سرپناه جوړول زموږ لومړیتوب دی او موږ هڅه کوو چې د هغوئ د اوسېدو لپاره یو مشخص ځای چمتو کړو.

د چارو ادارې د انسجام مرستیال، د کورونا ویروس درېیمې څپې د کنټرول په پار د عامې روغتیا وزارت د هڅو له امله مننه وکړه او ددغه وزارت کړنې یې وستایلې.

دغه راز، د نړیوال روغتیایي سازمان استازي چې په دغه ناسته کې شتون درلود وویل: چې نړیوال روغتیایي سازمان د عامې روغتیا وزارت سره په ځانګړي توګه دغه بېړني حالت کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

په کابل ښار کې بې ځایه شويو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پار شل روغتیایي ټیمونه وګمارل شول

چهارشنبه، زمری ۲۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل، پېښو ته د رسېدو وزارت او د کابل امنیه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۹:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

سه شنبه، زمری ١٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي د همغږۍ په پارجوړه شوې غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو برخو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۷:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل

دوشنبه، زمری ١٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د بې پولې ډاکتر بنسټ (ام اس اف) له عمومي رییس ښاغلي فلیپي ریبیریو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS