څه د پاسه څلور زره تنه ډاکټرانو د تخصص برنامې د شاملېدو په ازموېنه کې ګډون وکړ

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۷:۳
څه د پاسه څلور زره تنه ډاکټرانو د تخصص برنامې د شاملېدو په ازموېنه کې ګډون وکړ

د عامې روغتيا وزارت لخوا د دې وزارت د مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور په مشرۍ د ازموینو ملي ادارې په مرسته نن په کابل پوهنتون کې د تخصص د شاملېدو ازموينه واخستل شوه.
د دې ازموېنې لپاره څلور زره درې سوه او پنځوس تنو نوم ليکنه کړې وه چې له دې جملې څخه څلور زره یو سل او درې شپېته ېې د اسنادو له ارزونې څخه وروسته په شرايطو پوره وموندل شو او د بايوميټريک لپاره د ازموینو ملي ادارې ته ور وپیژندل شو.
له پورته شمېر څخه درې زره او دوه څلوېښت تنه نارينه او يو زر يو سل او يويشت تنه ېې ښځينه دي.
د تخصص د شموليت ازموېنه په درې غټو برخو داخله پرنسيپ، جراحي پرنسيپ او سټوماټولوژي کې واخستل شوه چې يويشت مختلفی تخصصي څانګې پکې شاملې دي.
د هر پرنسيپ لپاره د سوالونو جدا پارچې ترتيب شوې وې چې هره پارچه ېې د سلو څلور ځوابه سوالونو لرونکې وه.
له پورته ذکر شوو ټولو ګډونوالو څخه په يوه ورځ او يو وخت ازموېنه واخستل شوه چې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه پکې ډاکټرانو ګډون کړی وو.
عامې روغتيا وزارت د کابل په ګډون په ديارلس ولايتونو کې د تخصص برنامه لري چې سږکال به د دغه برنامې لپاره په مختلفو تخصصي رشتو کې ۴۱۲ تنه ومنل شي.
د دې ازموېنې نتيجه به د کمپيوټري سيسټم له لارې ترتيب او د بستونو د ټاکنې سره يو ځای به له دريو څخه تر پنځو ورځو په موده کې اعلان شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۶:۱۴
Background image

هیواد ته د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوي په اړه د عملياتي کمېټې ناسته ترسره شوه

د عامې روغتيا مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ هیواد کې د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوی او په دې لړ کې د نیول شويو امادګیو په اړه ناسته ترسره شوه
مالي او اداري معينې په دې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

دعامی روغتیا وزارت د بین المللی روغتیایی شریکان سره دکرونا ویروس دکنترول او خپریدو په اړه بیړنی غونډه

دعامی روغتیا وزارت نن د یو بیړنی غونډی په ترڅ کی په افغاستان کی د کرونا ویروس د خپریدو کنترول  اومخنیوی به ارتباط دبین المللی روغتیایی ادارو څخه دهمکاری غوښتنه وکړه، پدی غونډه کی دعامی. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۵:۱
Background image

د اجرااتو د مديریت دفتر عملیاتي طرزالعملونه وارزول شو

عامې روغتيا وزارت د اجرااتو د مديريت دفتر عملياتي طرزالعملونه د یوې ناستې په ترڅ کې وارزول.
دغه طرزالعملونه په مرکز او ولایتونو کې د روغتيايي خدمتونو د ارزونې او د دغه خدمتونو د کیفیت. . .

BACK TO NEWS