ډاکتر احمد د خوست ولایت عامې روغتیا رئیس په توګه معرفي شو
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د مقام د دفتر رئیس، رحمت الله سوبمن او د ګڼو نورو ولایتي ادارو استازو ګډون کړی و.
د خوست د مقام د دفتر رئیس رحمت الله سوبمن تغیر او تبدیل د نظام اصل یاد کړ او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې په ریښتیني ډول د تل په څېر خپلو اړوندو چارو ته دوام ورکړي؛ څو په روغتیايي برخه کې د ناروغانو ستونزو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وشي.