په هېواد کې د روغتیا سکتور په وړتیاوؤ او د خلکو باور زیاتولو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۸:۲۳
په هېواد کې د روغتیا سکتور په وړتیاوؤ او د خلکو باور زیاتولو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر وحید مجروح نن د کابل د روغتونونو رئیسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د روغتیا لومړنۍ جشنوارې د جوړولو په اړه خبر ورکړ.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دې جشنوارې هدف د روغتیا سکتور او افغان ډاکټرانو وړتیا وؤ باندې د خلکو باور لوړول وبلل او دا جشنواره یې د روغتیایي کار کونکو د لاسته راوړنو لپاره چې شپه او ورځ د خلکو د ژوند خوندي کولو لپاره په صادقانه ډول هڅه کوي یو ښه فرصت وباله.

ټاکل شوې چې د روغتیا ملي جشنواره، د عامې روغتیا وزارت لخوا د راتلونکي کال په لومړۍ اونیو کې د سولې څېړنیز انستیتوت، رسنیو او ښې حکومتولۍ په ګډه همکارۍ ترسره شي.

په دې جشنواره کې د روغتونونو، لابراتوارونو، ډاکټران، نرسان، قابلې، د ډاکټرانو کورنۍ چې د کورونا ویروس له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړئ او د روغتیا نورې څانګې چې ښې لاسته راوړنې او کړنې یې درلودلي دي ستایل کېږي.

ډاکټر وحید مجروح د روغتونونو له ټولو رئیسانو او د مسؤلو ادارو څخه وغوښتل چې د دې جشنوارې په جوړولو کې د روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.

هغه د عامې روغتیا وزارت نویو طرحو په ځانګړي ډول په روغتیا سکتور باندې د خلکو بیاځلې باور ژوندي کولو ته په اشارې سره وویل: ټاکل شوې ده چې د دغو طرحو د پلي کېدو مرحله په نوي کال کې پیل شي.

په ورته وخت کې د سولې، رسنۍ او ښې حکومتدارۍ انستیتوت رئیس ښاغلي احمد کمیل میرشاد بیګ د جشنوارې د جوړولو په اړه خبرې وکړې وې ویل: چې د جشنوارې اصلي هدف د روغتیایي کار کونکو لپاره درناوی او د راتلونکي نسل لپاره د روغتیا په سکتور کې د بېلګې جوړول دي.

هغه وویل: " اوس مهال موږ د روغتیا په برخه کې د بې اعتمادۍ له بحران سره مخ یو، او د داسې برنامو په پلي کولو سره موږ خلکو ته ډاډ ورکړو چې افغان ډاکټران په کور دننه د پېچلو ناروغیو د درملنې وړتیا لري."

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۸:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندز ولایت د کووېډ -۱۹ روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی وارزؤ

چهارشنبه، چنګاښ ۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د کندز ولایتي روغتون د کړنو له ارزونې وروسته ددغه ولایت د کووېډ -۱۹ روغتون څخه لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۷:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

چهارشنبه، چنګاښ ۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د کندز ولایت ته تللی او د کندز ولایتي روغتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې وارزؤ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۲۰:۳۷
Background image

د خصوصي ښوونځیو له استازو سره ناسته ترسره شوه

سه شنبه، چنګاښ ۱/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزازاده، د یوې ناستې په ترڅ کې د خصوصي ښوونځیو له استازو سره خبرې اترې او وکتل.

په دغه لیدنه کې، د. . .

BACK TO NEWS