د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۹:۲۵
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

یکشنبه، وری ٢٢/١٤٠٠

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل.

ډاکتر وحید مجروح، د روغتیا په سکتور کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو رول مهم وباله او له دوی یې وغوښتل چې په راتلونکو پنځو ورځو کې دې خپل نظریات، وړاندیزونه او اساسي ننګونې دې د دغه وزارت له اړونده ادارو سره شریکې کړي ترڅو وړاندې شوې ننګونې په راتلونکو قراردادونو کې د دغه وزارت لخوا په ګوته او حل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر په ولایتونو کې د کورونا واکسین د تطبیق برخه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو له بې پامۍ څخه اندېښنه څرګنده کړه او دوی ته یې لارښوونه وکړه چې په دې ملي پروسه د کورونا واکسین د تطبیق برخه کې چې د خلکو جدي اړتیا ده ریښتینې هڅه او کار وکړي.

دغه راز ډاکتر وحید مجروح د دې وزارت د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکو مؤسسو له یو شمېر استازو څخه په ګډه یوه کمېټه جوړه کړي او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو لپاره د مهمو معیارونو په ټاکلو باندې کار وکړي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست په راتلونکو اونیو کې د روغتیا ملي جشنوارې د جوړولو او د روغتیا اوونۍ د نومول کېدو خبر ورکړ او له دغو مؤسسو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو مؤسسو استازو خپل نظریات او د شته ننګونو په ځانګړي ډول د نا امنۍ په اړه وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د دغه وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو مسؤول سره وکتل

یکشنبه، غویی ١٤٠٠/٥

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو له مسؤول ښاغلي مارکو پونټین سره وکتل.

په دې کتنه کې، دوی د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

شنبه، غویی ۱۴۰۰/۴

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د عامې روغتیا وزارت د اړونده څانګو له استازو، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او د روغتیایي خدمتونو وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۳:۷
Background image

د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته جوړه شوه

چهارشنبه، غوایی ۱۴۰۰/۱

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د کابل د روغتونونو رئیسانو سره د دې روغتونونو د روغتیایي وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې. . .

BACK TO NEWS