د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۱:۲۹
د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

یکشنبه، وری ۲۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د روغتیایي ادارو د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیوؤ.

په دې ناسته کې، د جینو ټایپنګ برخه کې د روغتیایي کار کوونکو د روزنې، له ټولو ولایتونو څخه د کورونا نوي ډول د سمپلونو راټولول، د کورونا ویروس له امله د رامنځته شوي وضعیت د ارزولو په موخه د ننګرهار ولایت ته د تخنیکي ټیمونو استول، په مرکز او ولایتونو کې د لازمو تدابیرو نیول او په نورو ولایتونو کې د شته ستونزو په تړاو یې خپل کاري راپورنه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په اړونده برخو کې د روغتیایي ادارو د پرمختګ له امله خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره لا زیاته هڅه وکړي.

هغه په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کورونا نمونو کیفیت په کنټرول باندې ټینګار وکړ او اړوندو څانګو مسؤلینو ته يې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

دغه راز ډاکټرمجروح د کورونا واکسین په هېواد کې د کورونا ویروس د له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام وباله او د عامې روغتیا له ولایتي رئیسانو یې وغوښتل چې د کورونا واکسین د پلي کولو په پروسه کې جدي هڅه وکړي.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او د روغتیايي خدمتونو پلي کوونکو مؤسسو استازي د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو مسؤول سره وکتل

یکشنبه، غویی ١٤٠٠/٥

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو له مسؤول ښاغلي مارکو پونټین سره وکتل.

په دې کتنه کې، دوی د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

شنبه، غویی ۱۴۰۰/۴

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د عامې روغتیا وزارت د اړونده څانګو له استازو، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او د روغتیایي خدمتونو وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۳:۷
Background image

د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته جوړه شوه

چهارشنبه، غوایی ۱۴۰۰/۱

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د کابل د روغتونونو رئیسانو سره د دې روغتونونو د روغتیایي وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې. . .

BACK TO NEWS