د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مهمند نړیوال روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۵۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مهمند نړیوال روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د شنبې په شپه۱:۳۰ یوه نیمه بجه د مهمند نړیوال روغتون څخه لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه روغتون له جوړېدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: "د دغه روغتون جوړول د هېواد ټولو وګړو لپاره په بېلابېلو برخو کې د با کیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ښه ګام دی."

ډاکترمجروح وویل: دا روغتون د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او پرمختللي طبي وسایلو په درلودو سره نه یوازې د هېواد بلکې د سیمې په کچه به یو نمونه روغتون وي.

دا روغتون په معیاري ډول د پرمختللي طبي امکاناتو په درلودو سره د هېواد د یوه سوداګر لخوا د پنځوس ملیون ډالرو په لګښت په كندهار ولایت کی جوړ شوئ دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو مسؤول سره وکتل

یکشنبه، غویی ١٤٠٠/٥

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو له مسؤول ښاغلي مارکو پونټین سره وکتل.

په دې کتنه کې، دوی د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

شنبه، غویی ۱۴۰۰/۴

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د عامې روغتیا وزارت د اړونده څانګو له استازو، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او د روغتیایي خدمتونو وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۳:۷
Background image

د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته جوړه شوه

چهارشنبه، غوایی ۱۴۰۰/۱

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د کابل د روغتونونو رئیسانو سره د دې روغتونونو د روغتیایي وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې. . .

BACK TO NEWS