د کابل په مختلفو ناحیو کې د خوراکي توکو څخه څارنه تر سره شو
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو څارنې ټیم، د مرکز کابل مختلفو ناحیو کې د خوراکي توکو له ۸ بابه عمده پلورنځيو او پرچون پلورنځیو څخه څارنه کړې چې پرمهال یې (۲۵۰) کیلو ګرامه بېلا بېل ډول، له وخت تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې، ټاکل شوي ځای ته انتقال کړل.