د جوزجان ولایت منګجک ولسوالۍ په مهاجر دالي سيمه کې يو روغتيايي مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۳۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت منګجک ولسوالۍ په مهاجر دالي سيمه کې د پنځوس زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت يو روغتيايي مرکز پرانیستل شو.

یاده پرانیستغونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د جوزجان عامې روغتيا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، مسئولینو،علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د‌ عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وويل: د منګجک ولسوالۍ خلک په تېره شل کلنه دوره کې له روغتیايي خدماتو بې برخې پاتې شوي نو په همدې موخه، عامې روغتیا وزارت ددغه ځوريدلي او مظلوم ولس لپاره د پنځوس زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ ورغاوه چې د شاوخوا شپاړس زره وګړو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

دغه رازه ښاغلي صاحبزاده ژمن وکړه چې د یاد روغتیايي مرکز پاتې چارې به هم ژر پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS