ډاکټر فقیر محمد زیار د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبي شورا د لوی رئیس په توګه دنده پیل کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۹
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې  چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د وزارت مرکزي رئیسانو شتون درلود ، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په امارتي ادارو کې تغیر، تبدیل او له احکامو پیروی د اسلامي نظام اصل یاد کړ او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لزوم دید او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم له مخې یې ډاکټر فقیر محمد زیار د عامې روغتیا وزارت اړوند، طبي شورا د رئیس په توګه معرفي کړ.

ښاغلي وزیر، نوی ګمارل شوی رئیس یو ریښتینی، باتجربه او په چارو پوه کس وباله او د مبارکۍ ویلو سربېره یې نوموړي ته د الله تعالی  له دربار څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د طبي شورا نوي ګمارل شوي رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې په اړونده برخه کې په ریښتیني توګه د خدمت کولو او دې برخې ته د بشپړې پاملرنې تعهد څرګند او د رهبرۍ له باور یې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS