د عامې روغتیا وزیر د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له مشر سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۴۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مشر میکایل لیپي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو مشر او استازو ګډون کړی و، په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو ښه والي په اړه  خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د روغتیایي سکتور سره د یادې ټولنې د مرستو پر لا ډیره همغږي او پراختیا اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د یادې ټولنې کړنې وستایلې.

د بې سرحده ډاکټرانو مشر ښاغلي میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لاښه کېدو او دې برخې ته د لا نورې پراختیا ورکولو اړوند د وړاندې په څیر تعهد څرګند کړ او د خدماتو پر کیفیت او همغږۍ یې تاکید وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS