د اکمال تخصص برنامې د لا پیاوړتیا په موخه د بهر میشتو افغان متخصصینو سره انلاین مجلس تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۴:۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې د بهر مېشتو افغان متخصصینو سره د څېړنې پروسې او طبي ژورنال د معیاري کولو په موخه انلاین لیدنه ترسره کړه.

دغه ناسته د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر په مشرۍ په بهرنیو هېوادونو کې د مېشت افغان متخصصینو او د اکمال تخصص ریاست مسؤلینو په شتون کې جوړه شوې وه، چې موخه یې د څېړنې پروسې او طبي ژورنال معیاري کول دي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې د څېړنې میتود او ژورنال د مرکز کابل او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو کې د اړونده څانګو مسؤلینو، ټرینرانو او ټریني ډاکټرانو ته په معیاري توګه تدریس او عملي شي.

په دې لیدنه کې همداراز افغان بهر مېشتو متخصصینو د اکمال تخصص عمومي ریاست ته د یادو برخو د بډایه کولو په موخه د خپلو وړاندیزونه او نظرونو شریکولو سربېره د څېړنیزو کورسونو او ژورنالونو د تنظیم او په دې برخه کې د موادو او میتودونو د چمتو کولو هر اړخیز داډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې د تخصصي برنامو د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS