د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا د برخې له یو شمیر مسؤلینو سره ولیدل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې حوزې عمومي مشرې اغلې حنان حسن البلخي، د یونیسف سازمان د ختیځې حوزې مشر، د بیل ګیټس بنسټ استازي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف مسؤولینو او د روغتیا په برخه کې د دې ادارو یو شمېر نورو مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا، د پولیو واکسین او د دې ناروغۍ د مخنیوي اړوند هڅو پر پیاوړتیا، د لویو لارو په اوږدو کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو، د خوارځواکو ناورغانو د درملنې، د دې ناروغۍ د مخنیوي او سروې، د ساري ناروغیو پر کنټرول او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او بیل ګیټس بنسټ همکاري اړینه وبلله او د یادو ادارو له مسئولینو یې غوښتنه وکړه، چې د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ دې په هغو برخو کار وکړي، چې زمونږ لومړیتوبونه او اړتیاوې دي؛ ترڅو هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
بل لور د یادو نړیوالو ادارو مشرانو په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د ارزونې راپور شریک او د روغتیايي برخې پیاوړتیا لپاره یې د سیمې د هېوادونو د مرستې په جلب او همکارۍ د ژمنې تر څنګ د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.