د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د (UNHCR) سازمان له مشر، ښاغلي رفعت جمال سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNHCR) سازمان له مشر، ښاغلي رفعت جمال سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې له نورو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو برابرولو، په راستانه شویو هېوادوالو کې د روغتیایي زده کړو څخه فارغو شویو مسلکي کسانو ته د روزنیزو برنامو رامنځته کولو، کډوال مېشتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو، د عمومي روغتونونو او (UNHCR) سازمان له لوري د جوړو شویو روغتیایي مراکزو پر عصري کولو، د راستنېدونکو هېوادوالو ترمنځ د ساري ناروغیو پر مخنیوي، دې برخې ته د لا زیاتې پاملرنې او په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې د افغانستان روغتیایي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله او د یادې ادارې له مشر یې غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي، ترڅو په منظمه توګه هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کسانو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا او ستونزې یې راکمې شي.

بل لور د (UNHCR) مشر په افغانستان کې روغتیايي برخې سره خپلو دومداره همکاریو ته په اشارې د بېرته راستنېدونکو لپاره د هر اړخیزو روغتیايي خدماتو تر څنګ پر لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړولو او د کډوالو ترمنځ د مسلکي کسانو لپاره د ظرفیت لوړونې او د دوۍ د ګمارنې اړوند طرحې په تائید د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، چې په وینا یې په دې برخو کې به خپله لازمه همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS