د عامې روغتیا وزیر چین هېواد ته د سفر پرمهال په دې هېواد کې د افغانستان له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۶:۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي چین هېواد ته د سفر پرمهال په دې هېواد کې د افغانستان له سفیر ښاغلي بلال کریمي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې عامې روغتیا وزارت سره د چین هېواد د همکاریو، ظرفیت لوړونې او د روغتیايي وضعیت د پیاوړتیا اړوند خبرې وشوې.

په چین کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان روغتیايي برخې سره به د چین هېواد د مرستو جلب برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS