د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو ته سپارښتنې وکړې، چې ژر تر ژره شته ستونزو ته رسېدنه ترسره او د روغتیايي خدمتونو بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه،  کاپیسا ولایت کې دې تطبیق کوونکې مؤسسې ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره، په چارو کې دې روڼتیا رامنځته او د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې برخې ته دې پاملرنه زیاته کړي.

بل لور د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو په یاده ناسته کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو شریکولو سربېره د شته ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS