د روغتیائې خدمتونو وړاندې کولو معین

د ډاکټر عبدالباری عمر ژوندلیک او پیژندنه

داکتر عبدالباری عمرډاکټر عبدالباري عمر په ۱۳۶۷ کال د لوګر ولایت د پل علم په داودخیل کلي کې زیږیدلی او خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په خپل ولایت کې مخکې لدې چې بهر ته سفر وکړي او طبي زده کړې تر سره کړي ترلاسه کړي دي. ډاکټر عمر د پژواک پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی.  همدارنګه ډاکټر عمر د طب د پوهنځي غړي او استاد په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د طبي سیسټم عصري کولو او په افغانستان کې د عامې روغتیا سکتور لا پیاوړي کولو باندې د باور درلودلو له امله ، ډاکټر عمر خپلې کلینیکي پوهې بډایه کولو ته دوام ورکړ او په امیجینګ او الټراسونګرافي کې یې د فراغت وروسته ډیپلوم ترلاسه کړ.

له فراغت راهیسې ډاکټر عمر په فعاله توګه په بیلابیلو موضوعاتو باندې یو شمیر روزنیز کورسونو، ورکشاپونو او تعلیمي سیمینارونو کې برخه اخیستې ده پداسې حال کې چې د هغه اصلي تمرکز تل په جراحي او ټروما وو.

ډاکټر عمر د افغانستان د اسلامي امارت د روغتیا کمیسون د کلیدي غړي په توګه دنده ترسره کړې   او د جنګ قربانیانو ته يې په فعاله توګه روغتیایی خدمتونه وړاندې کړي دي. ډاکټر عمرد افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د روغتیایی مرکزونو نظارت ترسره کړی او د روغتیا کمیسون د ټولو کارکونکو، د افهام او تفهیم او د سرچینو اداره او مدیریت یې کړی دی چې ددې خدماتو مقصد د شخړو پرمهال او جګړه ځپلو سیمو کې د عامې روغتیاد د خدماتو پیاوړی کول او پایښت وو. همدارنګه، د دې کلونو په جریان کې ډاکټر عمر د افغانستان نږدې ټولو ولایتونو ته سفر کړی او هلته يې د افغانستان په روغتیا سیسټم کې نوی دور پیل کړی.

د ډاکټر عمر د تمرکز اصلي ټکی د ناروغانو په وړاندې د روغتیا خدمتونو خورا لوړې کچې ته  رسول او د ملګرو ملتونو ادارو، د سره صلیب نړیواله کیمټه (ICRC) ، ARCS او ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو په ګډون د کلیدي شریکانو سره په همغږۍ کې د عادلانه او حساب ورکونکي روغتیا سیسټم رامینځته کول وه.

ډاکټر عمر د د روغتیاد سکټور د همکارانو لخوا د هڅو کلیدي ملاتړ کونکی دی کوم چې دوی هڅه کوي د روغتیا خدماتو شبکې لا پراخه کړي ترڅو هغو خلکو ته چې روغتیایی خدماتو ته اړتیا لري رسیده ګي وشي. ډاکټر عمر په ​​ټول افغانستان کې د نوې تاسیس شوي روغتیایی مرکزونو د اړتیاوو ارزونې او په ټول افغانستان کې د یولوی شمیر روغتیايې مرکزونود ارتقا لپاره د په فعاله توګه برخه اخیستې.

د دې دندې په جریان کې ، ډاکټر عمر ځان د عامې روغتیا ماهر ، ښوونکی ، نظارت کونکی ، او د بدلون لپاره کتلست ثابت کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۲۱ مه، ډاکټر عبدالباري عمر د روغتیايې خدماتو وړاندې کولو لپاره د مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو.

د ډاکټر عمر لید لوری "د افغانستان باثباته کول د هر ډول با کیفیته روغتیایی خدماتو په برابرولو کې "  به د ټولو شریکانو او مرستندویانو سره په همکاری او نږدې همغږۍ کې  ترلاسه شي.

د ډاکتر عمر مورنۍ ژبه پښتو ده او په انګلیسي او دري ژبو هم خبرې کولی شي.

ډاکټر عمر ژمن دی چې د هېواد د عامې روغتیا سکټور په کلیدي شاخصونو کې لاسته راوړنې وساتي او مخکني لاسته راوړنې په شفاف او حساب ورکونکې ټوګه په مسوولیت او صداقت سره لا پیاوړی کړي.

همدارنګه د هغه په کاري اجنډا کې د هغو افغانانو ظرفیت لوړول (چې د روغتیا په سکټور کې  کارکوي) او د روغتیا په سیسټم کې د حساب ورکونې او عدالت معرفي کول لومړۍ ځای لري.