افغانستان د کورونا ویروس دوهمې څپې خپرېدو پړاو کې دی

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۵:۳۷
افغانستان د کورونا ویروس دوهمې څپې خپرېدو پړاو کې دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن په یو خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې له خپرېدو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر وایي: د هغو پېښو له مخې چې د هېواد په لابراتوارونو کې معاینات شوي، ښیې چې په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

ډاکټر عثماني، په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي په پار د عامې روغتیا وزارت لخوا د ترسره شوي اقداماتو په اړه ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ: هغه پلان چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د کورونا ویروس د دوهمې څپې مخنیوي لپاره رامینځته شوی، اوسهمال د هېواد په 34 ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دی.

هغه همدارنګه وویل: چې بېړنۍ کمېتې بیاځلې فعالې شوې دي او د کورونا ویروس دوهمې څپې راتګ پر وړاندې مبارزه کوي.

ډاکټر عثماني دغه راز وویل: چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه ویروس د دوهمې څپې خپرېدو د مخنیوي په پار د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د ویروس د خپرېدو مهم عوامل دي د لېندۍ/قوس میاشتې ترپایه به وتړل شي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر له ټولو هېواد والو څخه وغوښتل، چې د ویروس په وړاندې د ساتنې لپاره ټولې روغتیایي سپارښتنې/ لارښوونې تعقیب کړي، په ځانګړي توګه د ماسک کارول، پرله پسې ډول د لاسونو مینځل او په ګڼه ګوڼي ځایونو کې له ګډون څخه ډډه وکړئ.

د عامې روغتیا نوماند وزیر په ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا ویروس خپرېدل د اندیښنې وړ وبلل او له هېواد والو څخه یې وغوښتنه داده چې ایران او پاکستان هېوادونو ته د غیر ضروري سفرونو څخه دې ډډه وکړي.

ډاکټر عثماني همدارنګه زیاته کړه چې د کورونا ویروس پر وړاندې د بدن لوړ مقاومت مهم رول لوبوي چې د ویټامین ډي او ویټامین سي کارول د بدن مقاومت زیاتوي.

د یادونې وړ ده چې د نورستان، تخار او فاریاب ولایتونو د روغتیایي کار کونکو معاشونه د روغتیايي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو بانکي حساب ته لېږدول شوي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتیایي خدمتونو پلي کونکې موسسې د روغتیایي کار کونکو معاشونه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۴:۲
Background image

په هیواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې سره د مبارزې طرحه تر ارزونې لاندې ونیول شوه

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جاوید عثماني، د دغه وزارت له روغتیایي مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د کورونا ویروس دوهمې پروړاندې د مبارزې طرحه وارزوله.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۴
Background image

سویلي کوریا د افغانستان حکومت سره د طبي توکو یوه کڅوړه مرسته وکړه

د سویلي کوریا هېواد لخوا چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د طبي توکه شوې مرسته، نن د یوناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه. د دطبي توکو دغه کڅوړه کې 227 زره ماسکونه شامل. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۴۲
Background image

په هیواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې خپرېدو سره د مبارزې لپاره د مرکز او ولایتونو روغتیایي مسؤلینو سره ناسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په هېواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې خپروېدو مخنیوي او روغتیایي مرکزونو کې د اړینو تدابیر چمتوالي په پار د مرکز او ولایتونو د. . .

BACK TO NEWS