د اعتبار ورکولو په پروسه کې د روغتیایی مراکزو د ثبت د لړۍ پیل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۴:۳۲

څرنګه چه خبر یاست، د افغانستان د روغتیایی خدماتو د اعتبار ورکولو ملی اداره د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۴ نیټه د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ، د روغتیا په برخه کې د ملی او نړیوالو همکارانو په ګډون د یوی پرتمینې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.

د روغیتایی خدماتو د اعتبار ورکولو د ملي ادارې د جوړولو هدف (د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د با کیفیته او مصؤنو روغتیایی خدماتوت وړاندې کول) دی، چه دا هدف د اړوندو کاری شروکاؤو سره په همغږئ کی د شواهدو پر بنسټ د معیاراتو جوړول، د معیاراتو د تطبیق لپاره د سهولتونو برابرول او د اعتماد وړ ارزیابۍ سیستم د جوړولو سره په لاس راتلۍ شی.

د هیواد د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه د دولتی، خصوصی، تدریسی او نظامی روغتونونو او په روغتیایی مراکزو کی د روغتیایی خدماتو د دوامداره بهبود او پورتنی هدف ته د رسیدو په مقصد، د اعتبار ورکولو ملی ادارې خپل لومړني کارونه پیل کړی دی. په لومړی سر کې د هغه روغتونونو او روغتیایی مراکزو د ثبت او راجستریشن د پروسې پیل، کوم چې غواړی په داوطلبانه توګه د اعتبار ورکولو په پروسه کې شامل شی. د راجستریشن له پروسې وروسته به د اعتبار ورکولو ملی اداره، د نوموړو روغتیایی مراکزو د ارزیابۍ پروسه پیل کړی او روستنی قدمونه به د روغتونونو او روغتیایی مراکزو او نورو کاری شریکانو سره د نیژدې همغږۍ تر چتر لاندی په سیستماتیک ډول مخ په وړاندې وړي.

په دې توګه ټولو هغه روغتونونو او روغتیایی مرکزونو ته چې غواړی د اعتبار ورکولو په پروسه کې ګډون وکړی، په ډیر درنښت بلنه ورکوي چه د لاندني ایمیل یا تلیفون شمیرې په مټ خپل روغتیایی مرکز د اعتبار ورکولو ملی ادارې سره ثبت او راجستر کړی. د لا ډیرو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه کولي شۍ چه په لاندنې ایمیل یا تلیفوني شمیره اړیکه ټینګه کړی.

د روغتیایی خدماتو د اعتبار ورکولو ملی اداره په پام کې لری چه د مسلکی همکارانو او د روغتایی خدماتو د مراکزو د کارمندانو د لا ډیر پوهاوی په موخه د پوهاوی برنامې دایرې کړی، چه وخت او ځآی یې وروسته اعلانیږي.

ایمیل ادرس:  smshafisaadat@gmail.com

د تلیفون نمبر: 0700036371  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS