د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا سرپرست او نوماند وزیر، ډاکټر احمد جواد عثماني لنډه پیژندنه

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا سرپرست او نوماند وزیر، ډاکټر احمد جواد عثماني لنډه پیژندنهاحمد جواد عثماني په ۱۳۵۱م لمریز کال کې په یوې دینداره کورنۍ کې زیږيدلی. نوموړي د لومړنیو او منځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته په عمومي کانکور کې ونډه واخیسته او د عالي نمرو په اخیستو سره د کابل په طبي پوهنتون کې شامل شو. ډاکټر عثماني خپلې طبي زده کړې په کابل او بلخ ولایتونو کې بشپړې کړې او د طب له پوهنځي څخه د عالي نمرو په ترلاسه کولو سره فارغ او د بلخ پوهنتون په علمي کدر کې شامل شو. ډاکټر عثماني د هیواد روغتیایي نظام ته له یوې دورې خدمت نه وروسته، د فولبرایټ رقابتي سکالرشپ ترلاسه کړ او د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې یې د نړیوال روغتیایي مدیریت او پالیسي په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو په یو معتبر پوهنتون کې بشپړې کړې او د افغانستان له خلکو سره د خپلې ژمنې پر بنسټ بیرته هیواد ته راستون شو. ډاکټر عثماني د افغانستان وګړو او روغتیایي سیسټم ته له دوه لسیزو څخه زیات خدمت په موده کې د نظام جوړونې او عصري مدیریت د نهادینه کوولو په برخه کې ګڼ شمیر لاسته راوړنې لري. نوموړي په دې موده کې د مرستندویانو په ګډون، له دولتي او غیردولتي ادارو سره په تخنیکي، مدیریتي او رهبرۍ برخو کې د کلي او ولسوالۍ له سطحې څخه تر ولایتي او ملي سطحې پورې دندې ترسره کړي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړیوالو بنسټونو سره د ډاکټر عثماني کاري سابقه:

- په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ د اقتصاد وزارت د اداري او مالي چارو د معین په توګه مقرر شو. نوموړي د اقتصاد په وزارت کې د خپل ماموریت په لړ کې د وزارت د رهبرۍ مقام په ملاتړ د اداري، مالي، تدارکاتي او بشري زیرمو په برخه کې د پام وړ نوښتونه او بدلونونه رامنځته کړل چې له امله یې نن ورځ د اقتصاد وزارت د شفافیت (روڼتوب)، حساب ورکولو، او عصري اداري مدیریت له پلوه د افغانستان په ملکي خدمتونو کې په یوې نمونوي ادارې بدل شوی دی. سربیره پردې، ډاکټر عثماني د اقتصاد په وزارت کې د غیردولتي موسسو او لوړ اغیز لرونکو پراختیایي پروژو د همغږۍ په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژې ۱۲۰ میلیونه ډالره بودیجه لري او د هندوستان له خوا تمویل کیږي.

- د ۱۳۹۵ لمریز کال په وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت د اداري او مالي چارو د معین په توګه مقرر شو. نوموړي په دې ماموریت کې د اداري، مالي، تدارکاتو او اکمال تخصص په ګډون د بشري زیرمو په برخو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو تمرکز درلود چې د اداري فساد له پلوه زیانمنې ساحې وې. همدارنګه، ډاکټر عثماني د افغانستان په دولتي روغتونو کې د بنسټیزو بدلونو د رامنځته کولو په خاطر "د افغانستان د روغتونو د تحول" په نوم یو تدوین شوی پروګرام معرفي کړ.

د ۱۳۹۵ لمریز کال په لومړي سر کې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت د پالیسي او پلان د عمومي رییس په توګه مقرر شو او په نوموړې دنده کې یې د ۱۳۹۵ نه تر ۱۳۹۹ کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي او سټراټیژي په جوړیدو کې مهمه ونډه درلوده.

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو د رییس په توګه وګومارل شو او په نوموړي بست کې یې تر ۱۳۹۴ لمریز کال پورې دنده ترسره کړه. په نوموړې دنده کې یې د عامې روغتیا وزارت او پراختیایي همکارانو (مرستندویانو، ملګرو ملتونو ادارو، او د بهرنیو چارو وزارت له لارې د سیاسي نمایندګیو) د همغږۍ په برخه کې مهمه ونډه درلوده.

په ۱۳۸۵ لمریز کال کې په عامې روغتیا وزارت کې د اروپا د اتحادیې د سلاکار په توګه وګومارل شو او د نوموړي وزارت د پالیسیو او سټراټیژیو په جوړولو او همدا راز د ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، لوګر، زابل، ارزګان، غور، ډایکنډي او کندز په ولایتونو کې د اروپا اتحادیې له خوا د تمویل شویو پروګرامونو د څارنې او ارزونې په برخه کې هم مهم رول درلود.

ډاکټر عثماني په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د ګلوبل فنډ پروژې د رئیس په توګه وګومارل شو او د ملاریا، نري رنځ او ایډز ناروغیو د کنټرول له ملي پروګرامونو سره د دې څانګې د یو ځای کیدو په برخه کې یې مهم رول ترسره کړ.

ډاکټر عثمانی د ۱۳۸۳ – ۱۳۸۵لمریزو کلونو په موده کې د دوو کلونو لپاره د سرپل ولایت د روغتیايي پروژې د رئیس په توګه دنده ترسره کړه چې د نړیوال بانک لخوا یې مالي ملاتړ کیده او تر هغه وروسته یې د جوزجان ولایت د روغیتايي پروژې د رئیس په توګه دنده ترسره کړې چې د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا یې مالي ملاتړ کیده. ډاکټر عثماني د خپل ماموریت په دې دوره کې د ولایت او ولسوالی په کچه یو شمیر روغتونونه، لس ګونه بنسټیز روغتیايي مرکزونه او د ټولنې په کچه د قابلګۍ ښوونځي یې فعال او رهبري کړل.

ډاکټر عثماني متاهل دی، درې لورګانې او یو زوی لري.