د اندرا ګاندي صحت طفل روغتون کې، د لومړي ځل لپاره د خوار ځواکۍ څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۵:۷
د اندرا ګاندي صحت طفل روغتون کې، د لومړي ځل لپاره د خوار ځواکۍ څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ نن د اندرا ګاندي صحت طفل روغتون کې د خوار ځواکۍ څانګه پرانیسته/ ګټې اخیستنې ته وسپارله. دا لومړی ځل دی چې د دولتي روغتون په چوکاټ کې د خوارځواکۍ څانګه رامینځته کېږي.

ډاکټر مجروح د روغتیا په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د قوي ملاتړ یادونه وکړه او زیاته یې کړه: "د هغې طرحې پر اساس چې د روغتونونو اصلاحاتو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام لخوا په پام کې نیول شوې ده، په لومړي پړاو يې کار پیل شوئ دی، "د روغتیا سکتور څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام ملاتړ په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو لپاره یو ښه فرصت دی."

د روغتونونو بیا رغونه، د درملو او د بېړنیو څانګو لپاره د طبي تجهیزاتو پېرودل د دې برنامو له لومړیو مرحلو څخه دي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خوارځواکۍ/تغذي څانګې پرانیستل د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې نوې کړنلاره وبلله ویي ویل: د خوار ځواکۍ/تغذي اهمیت ته په پام سره، د خوارځواکۍ/تغذي پروګرام پیاوړي کول اوسمهال د عامې روغتیا وزارت په پام کې ځای لري.

ډاکټر مجروح، ټینګار وکړ چې په تېرو وختونو کې د عامې روغتیا وزارت تمرکز ډېر په وقایوي برنامو لکه: د ملاریا، لشمانیا او نري رنځ باندې وؤ، چې هغه وخت پر دوی باندې تمرکز یوه جدي اړتیا ګنل کېده، مګر له دې وروسته د وقایوي او معالجوي برنامو پلي کولو په ځانګړي توګه د خوارځواکۍ/تغذي په برخه کې به جدي او بنسټیز توازن رامینځته شي.

هغه همدارنګه وویل: په داسې حال کې چې خوار ځواکۍ د انسان جسمي ضعیف والي لامل ګرځي سربېره پردې د یو کس د زده کړې او د عقل قوه هم زیانمنوي. موږ هڅه کوؤ ترڅو په روغتیایي مرکزونو کې د پوهاوي برنامه پیاوړې کړو او میندو ته به د دوی د ماشومانو د سالمې تغذيې په برخه کې روزنه ورکړو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه هیله وښوده چې د خوارځواکۍ برنامې پیاوړي کول به په هېواد کې د خوار ځواکۍ وضعیت د ښه کولو په برخه کې نوی انسجام وي.

په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې د پروژې تخنیکي مسؤل ډاکټر احمدولي امیني، د دې څانګې رامینځته کول په افغانستان کې د خوارځواکۍ/تغذي د وضعیت د ښه والي لپاره یو ښه پیل وباله او په دې برخه کې یې د اروپايي اتحادیې پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.

په دې څانګه کې، د ماشومانو د خوار ځواکۍ حالت ارزول، رژیم او مشورې ورکولو په برخه کې خدمتونه وړاندې کېږي. دا برخه په لومړني، معیاري ډول، په مجهزو او پرمختللي طبي تجهیزاتو رامینځته شوې ده، ټاکل شوې ده چې په راتلونکي مرحله کې د کابل په څلورو نورو روغتونونو کې د خوارځواکۍ/تغذي څانګې تاسیس شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

د روغتیایي پروژو په اړه د نړیوال بانک د ارزونې پایلې تربحث لاندې ونیول شوې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د نړیوال بانک د ارزونې پایلې د دغه بانک لخوا چې د صحتمندي پروژو او کووېډ -۱۹ ته د ځواب ویلو په اړه ترسره شوې ده تربحث لاندې ونیول. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۶:۴۱
Background image

د چین هېواد له افغانستان سره په مجموع ډول څلورسوه زره دوزه د کورونا واکسین مرسته کوي

د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو، نن د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان دولت سره د کورونا واکسین د دوه سوه زره دوزه نور واکسین له مرستې خبر ورکړ.

ښاغلي وانګ په. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د مور په شېدو سره د ماشوم د تغذیې د ملي کمیټې د ملاتړغونډه وشوه

دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل په مشرۍ، د 13 بېلابېلو ارګانونو استازو چې د دې کمېټې غړي دي د مور په شېدو سره د ماشوم تغذیې او پیاوړي کولو د ملاتړ. . .

BACK TO NEWS