د بایو میډیکل خدمتونو تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه لابراتوارونو ریاست له لوري د حوزوي لابراتوارونو ۱۰ تنه کارکوونکو ته د بایو میډیکل خدمتونو تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ پیل شو
یاد ټریننګ د هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیا حوزوي لابراتورونو ۱۰ تنه کارکوونکو ته پیل شو، چې موخه یې د لابراتواري تجهیزاتو څخه په سمه توګه استفاده، د تجهیزاتو په سټنډرډ توګه استعمال او ساتنه ده، چې ګډونوال به په کې د مسلکي انجینر له لوري په نظري او عملي توګه وروزل شي.