د برچي دښتې (دشت برچي) پر سل بيستريز روغتون تروريستي بريد
روغتيايي کارکوونکي او تسهيلات د ټولو نړيوالو تړونونو په بنسټ له هر ډول تيري , تعرض او زياتي څخه بايد خوندي وي •
خو متأسفانه په افغانستان کې هره ورځ دغه تسهيلات او روغتيايي کارکوونکي او همدارنګه هغه ناروغان چې د روغتيا په هيله دغو روغتيایي تسهيلاتو ته مراجعه کوي خوندي نه دي , او قرباني ورکوي •
نن له غرمې مخکې د کابل لويديځ برچي دښتې ( دشت برچي) سیمې په سل بيستريز روغتون ډلييز بريد په نتيجه کې 15 تنه ميندې او ماشومان شهيدان شوي او 11 تنه نور ټپيان شوي دي , او همدارنګه ددغه روغتون د نسايي ولادي او اداري تعميرونو زياته برخه له مینځه تللې ده •
عامې روغتيا وزارت يو ځل بيا دجګرې له ښکېلو اړخونو څخه غواړي ترڅو د روغتيا د برخې د مسؤلينو بې طرفي ته د درناوی درلودلو ترڅنګ دغه بنسټونه پرېښول شي چې بې وزله او فقیر ولس ته روغتيایی خدمتونه وړاندې کړي •