د تغذي د کاري ګروپ شلمه ناسته ترسره شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۱:۸
د تغذي د کاري ګروپ شلمه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور تر مشرۍ لاندې د تغذي د کاري ګروپ ناسته د ډاکټر سهيلا صديق تالار کې ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې د تير مجلس فيصلې تعقيب شوې چې د تغذي کاري ګروپ کلنی پلان توضيح او د AFSeN A ستراتيژيک پلان سره ېې اړيکه، د کوچنيانو د وضعيت، تغذي او غذا په اړه د يونسيف راپور باندې بحث پکې شامل وو.
په دې ناسته کې همدارنګه د غذايي موادو (غنمو او غوړو) د غني کولو مقررې څرنګوالي، د تکميلي تغذي د کاري ګروپ معلومات، د تغذي سرويلانس سيستم معلومات، په ۲۰۲۰ کال کې د تغذي ملي سروې په لار اچول او د ستراتيژيک پلان جوړول تر بحث لاندې ونيول شو.
د ناستې ګډونوالو د اجنډا سره سم د طرح شوو موضوعاتو په اړه نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او په دې اړوند مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۵:۱
Background image

د اجرااتو د مديریت دفتر عملیاتي طرزالعملونه وارزول شو

عامې روغتيا وزارت د اجرااتو د مديريت دفتر عملياتي طرزالعملونه د یوې ناستې په ترڅ کې وارزول.
دغه طرزالعملونه په مرکز او ولایتونو کې د روغتيايي خدمتونو د ارزونې او د دغه خدمتونو د کیفیت. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۵:۴۱
Background image

د روغتيايي مرکزونو څخه د څارنې ګډ پلان د عملي کولو په اړه ناسته ترسره شوه

عامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو د څارنې د ګډ پلان د عملي کولو په موخه په ډاکټر سهيلا صديق تالار کې ناسته ترسره کړه.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۱:۸
Background image

د تغذي د کاري ګروپ شلمه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور تر مشرۍ لاندې د تغذي د کاري ګروپ ناسته د ډاکټر سهيلا صديق تالار کې ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې د تير مجلس فيصلې تعقيب شوې چې. . .

BACK TO NEWS