د روغتيايي مرکزونو څخه د څارنې ګډ پلان د عملي کولو په اړه ناسته ترسره شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۵:۴۱
د روغتيايي مرکزونو څخه د څارنې ګډ پلان د عملي کولو په اړه ناسته ترسره شوه

عامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو د څارنې د ګډ پلان د عملي کولو په موخه په ډاکټر سهيلا صديق تالار کې ناسته ترسره کړه.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور له روغتيايي مرکزونو څخه ګډ نظارت يو اغيزمن ګام وباله او زياته يې کړه چې عامې روغتيا وزارت د روغتيايي مرکزونو د ګډ نظارت طرحه چې د صحتمندي پروژې لخوا تمويل کيږي د ماليي وزارت او نړيوال بانک ته وليږله چې له نېکه مرغه د دواړو خواو له تائيد وروسته دا دی اوس عملي کيږي.
د دې پلان پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت هغه رياستونه چې د روغتيايي مرکزونو د څارنې مسوليت لري کولی شي په ګډ شکل او لا ډيرې همغږی له روغتيايي مرکزونو څخه ليدنه وکړي او يوه ښه نتيجه په لاس راوړي چې دا کار به څوګونو نظارتونو له لارې د وخت او نورو سرچينو د ضياع مخه ونيسي او اغيزمنتيا به زياته کړي.
مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور په دې اړوند ځينې نور موضوعات لکه د ګډ نظارتي پلان ترتيبول، په درې مياشتني او شپږ میاشتې ډول د اجرااتو بیاکتنه، په نظارت کې د ضعيفه ولايتونو اولویت بندي، د پلان عملي کول او د وزارت مقام ته ېې ربعوار راپور ورکول او د نظارتي سفرونو د بودجې موضوع تر بحث لاندې ونيوله.
د ناستې ګډونوالو د موضوعاتو په اړه نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او په دې اړوند مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۴۲
Background image

د افغانستان حکومت سره د طبي توکو مرسته کول

د سویلي کوریا هېواد لخوا د روغتیایي او طبي توکو یوه کڅوړه چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په پار افغان حکومت سره مرسته شوې وه نن د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

. . .
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۱۴
Background image

د هرات ولایت شیدایي کووېد -۱۹ روغتون د میر ابراهیم بسیم په نوم ونومول شو

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټراحمد جواد عثماني له بادغیس او غور ولایتونو وروسته نن هرات ولایت ته تللی او د یاد ولایت روغتیایي کار کوونکو له کړنو څخه چې کورونا ویروس پروړاندې د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د عامې روغتیا نوماند وزیر د غور ولایت والي، استازو او مخورو خلکو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني غور ولایت ته د خپل سفر په لړ کې له والي، په ملي او ولایتي شورأ کې د یاد ولایت استازو، مخورو خلکو، مشرانو او مدني ټولنې استازو سره. . .

BACK TO NEWS