د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی د ملي او نړیوالو روغتیا شریکانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې و ارزول شول

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۷:۲۶
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی د ملي او نړیوالو روغتیا شریکانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې و ارزول شول

د روغتیا وزرات نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال بانک له استازو، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کونکو مؤسسو او د ولایتونو عامې روغتیا رئیسانو سره په ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو په پار بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، ډاکټر عثماني د کرونا ویروس د دوهمې څپې مخنیوي په پار د روغتیایي مراکزو تجهیز، له مرکزي سټاک څخه ولایتونو ته د درملو او طبي وسایلو لېږد، او همدارنګه د کار کوونکو بایو متریک چې په پراختیایي پروژو او موسساتو کې کار کوي، له ګډونوالو سره خبرې وکړې او په دې برخه کې اړوندو مسؤلینو څخه یې د جدي او عملي اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

همدا ډول د روغتیا نوماند وزیر لارښوونه وکړه چې له دې وروسته د روغتیايي خدمتونو پلي کونکي ادارې/ موسسو مسؤلین د اړتیا وړ طبي توکي او اجناس د عامې روغتیا وزارت له مرکزي سټاک څخه تسلیم شي او د ولایتونو ټولو روغتیایي مرکزونو ته دې ولېږدوي چې په دې سره به هم د وخت، ډېر لګښت او بشري سرچینو له ضایع کېدو څخه مخنیوئ او اړمنو ته به لاسرسی وشي.

سربېره پردې، ډاکټر عثماني په پام کې لري ترڅو په ولایتونو کې د کورونا ویروس ناروغانو تشخیص لپاره ډېر لابراتوارونه رامینځته کړي، لسو ولایتونو ته د PCR ماشینونو لېږل، د پلي کوونکو موسسو له لارې د تشخیصیه کېټونو او لابراتواري اړتیاوؤ پوره کول، د روغتیایي کارکونکو لپاره د روزنې پرګرامونو په لاره اچول او په روغتیایي مرکزونو کې د روغتیا پالانو لخوا د ماسک اچولو په پار خبرې او مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

له بلې خوا، د عامې روغتیا نوماند وزیر د ولایتونو عامې روغتیا مسؤلینو څخه وغوښتل چې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپریدو لپاره د چمتو شوي پلان او لارښودونو سره سم ټول اړین چمتووالی ونیسي او د اړتیا په صورت کې ورسره عمل وکړي.

د غونډې برخه والو، چې د نړیوال بانک، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو او د ولایتونو روغتیا رئیسان پکې شامل وؤ، د پورته مسلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د روغتیا نوماند وزیر سره د لا نورو همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د روغتیایي خدمتونو دوه وړاندې کوونکې موسسې هر یو ((AHEAD چې په تخار او (SDO) په زابل ولایت کې د تعین شویو معیارنو سره سم خپل روغتایي خدمتونو نه دي بشپړ کړي لغوه شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۶:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د (Cord aid) روغتیایي دفتر، د افغان پراختیایي موسسې استازو او نورو څانګو په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو او ډېرو مالي مرستو ترلاسه کولو او روغتیایي خدمتونو ته. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۷:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو نړیواله ورځ ونمانځله

په نړۍ کې د پولیو/ګوزڼ نړیوالې ورځې نمانځل، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یونیسیف ادارې، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي همکارانو د پولیو نړیوالې ورځې د نمانځلو په پار په سختو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې. . .

BACK TO NEWS