د روغتیایي ادارو مسؤولینو کاري پرمختګونه وارزول شول

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۳:۱۱
د روغتیایي ادارو مسؤولینو کاري پرمختګونه وارزول شول

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیرډاکټر احمد جواد عثماني په دې ناسته کې د روغتیايي مسؤولینو کاري پرمختګونه و ارزول. په غونډه کې، ډاکټر عثماني لومړی د کورونا ویروس سره په مبارزه کې کاري پرمختګ، د ولایتي راپور ورکولو سیسټم کې ستونزې، د کورونا ویروس مدیریتي کارکوونکو سمبالول، د دوی معاشونه، د آسیا پراختیایی بانک سره د قراردادونو تعقیب، د مرکزي سټاک ګزارش د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د یاد شویو مواردو ښه والي په پار یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د عامې روغتیا نوماند وزیرهغه پرېزنټېشن چې د کوویډ- 19 ناروغانو ته د نړیوالو تجاربو په اساس د اړیکو پیداکولو، څېړلو، د کورنۍ پاملرنې برنامه کې د ناروغانو درملنه او څارنه کې د ټولنې او خلکو ونډې په اساس وړاندې شوی دی، یوې ډلې/ ټیم ته لارښوونه وکړه تر څو په دې برخه کې ډېرې ارزونې وکړي او پایلې یې د وزارت له رهبري سره شریکې کړي.

ګډون کوونکو په دې ناسته کې د پورته مواردو په اساس خپل وړاندیزونه مطرح کړل او په دې برخه کې د وزارت مقام د لازیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

د کابل روغتونونو د رئیسانو دندې وارزول شوې

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د یوې ناستې په ترڅ کې د کابل روغتونونو رئیسانو دندې/ کړنې د ویډیو کنفرانس له لارې وارزولې.

په دې لیدنه کې، ډاکټر عثماني لومړی د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۸:۳۷
Background image

د لویې جرګې خیمې څخه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر لیدنه

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن لویې جرګې خیمې څخه لیدنه وکړه او د سولې لویې مشورتي جرګې د دایرولو په پار یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو دندې و ارزول شوې

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي روغتیا رییسانو دندې و ارزولې.

په دې ناسته کې لومړی ډاکټر عثماني ټولو روغتیايي کار کوونکو ته د لوی. . .

BACK TO NEWS