د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو په برخه کې د هېواد د ولسمشر لیدلوری له روغتیایي مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې شریک شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د مرکز، ولایتي عامې روغتیا رئیسانو، روغتیایي شریکانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو او خصوصي سکتور استازو سره په ویډیو کنفرانس کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو په اړه د هېواد د ولسمشر پیغام او لیدلوري په اړه خبرې وکړې.
د روغتیایي خدمتونو معین د ناستې په دوام وویل: "د هېواد ولسمشر د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو لپاره د اړوندو مسؤلینو لخوا د لاندې مسلو پلي کولو غوښتنه وکړه لکه: د روغتیا سکتور کې بدلون، په ټيټه کچه د کار کونکو ترمینځ د انګېزې رامینځته کول، د ولایتونو په کچه د ریاستونو ارزول، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو د کاري کیفیت ارزونه، د ولایتونو رئیسانو ته د ځینو صلاحیتونو او مسؤلیتونو ورکول او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې سره په همغږۍ د عامې روغتیا وزارت د تشکیل بیاکتنه.
سربېره پردې، د هېواد د روغتیایي سیسټم ډیجیټلي کول، د ټیلي میډیسن برنامې کارول، میډکل ریکارډ، د روغتونونو اصلاحات، د وقایوي او معالجوي طب څخه د لوی انځور وړاندې کول، نورو سکتورونو ته د ځینې مسؤلیتونه سپارل، د روغتیایي شریکانو سره د تعامل شرایط، د زېږونونو ترمینځ واټن او په دې برخه کې د بریالي هېوادونو د میتود کارول د روغتیا برخې ته د ولسمشر د لید لوري له جملې څخه دي.
همدارنګه ډاکټر مجروح په مرکز او ولایتونو کې له ټولو روغتیايي مسؤلینو وغوښتل، چې د یادو مسلو په اړه د وزارت له رهبرۍ سره خپلې طرحې او وړاندیزونه شریک کړي او د دې لیدلورو د پلي کولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.
له بلې خوا، ګډونوالو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو په برخه کې د هېواد د جمهور رئیس لید لوري او پلان په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د پلي کېدو په برخه کې به یې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره همکاري وکړي.