د عامی روغتیا وزارت د اداری او مالي معین دوکتور ماموسۍ زیور په هدایت د کورني تاوتریخوالي قرباني رنځوره میرمن نجیلا د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوه.

panah_moph
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۹:۱۱
د عامی روغتیا وزارت د اداری او مالي معین دوکتور ماموسۍ زیور په هدایت د کورني تاوتریخوالي قرباني رنځوره میرمن نجیلا د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوه.

میرمن نجیلا هغه میرمن چه د پښتورګو او شکر د ناروغۍ ترڅنګ د دواړو پښو له سوځیدني کړیدله خو د خاوند د بیغورۍ له وجه ناوخته روغتون ته انتقالیږي چه د تداوۍ نوموړي تاخر یی د دواړه پښو د قطع کیدو سبب ګرځي او بلاخره د خاوند له خوا بی سرنوشته پریښودل کیږي.

نوموړی میرمن چه له ناوړه صحي وضیعت څخه په کور کي رنځیدله، نن سهار د مالی او اداری معین په ځانګړی هدایت د تداوۍ په موخه د وزیر محمداکبرخان روغتون د جدي څارنو څانګي ته انتقال شوه.

د عامی روغتیا اداري او مالي معین په یاد روغتون کی له نجیلا سره هم وکتل او نوموړي ته د لاښي توجه او وړیا درملني په اړه یی د روغتون مسؤلینو ته لازمه سپارښتني وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ ګډ پلاوي ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د پرونۍ چاودنو د ټپیان پوښتنه وکړه

د عامې رووغتیا اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور سره په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د ICU پروژې مسووله ډاکټر هېلۍ ، د ولایات هماهنگی ریاست ریس دوکتور فوشنجی،د تخصص اجرایه مدیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

په لوګر ولایت کی دنایب امین الله خان لوګری  ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته

په هغه مراسمو که چی له همدی امله په یادروغتون کی جوړ شوی و پکی دولسمشر سلاکار سرور ( احمدزی ) ، دعامی روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین (فیروز) ،دښار جوړونی وزیر ، په پارلمانی چارو کی ددوست. . .

BACK TO NEWS