د عامې روغتیا د وزیر ژوند پاڼه

داکتر فیروزالدین فیروز

ډاکټر فیروزالدین فیروز، په ۱۹۶۷ زیږدیز کال کې د افغانستان په پنجشیر ولایت کې سترګې نړۍ ته پرانیستلې. په ۱۹۸۲ زیږدیز کال کې د کابل په طبي پوهنتون کې شامل شو.  به بریاليتوب سره د زده کړې د دورې د بشپړولو وروسته، ډاکټر فیروز، لومړۍ په بغلان ولایت او وروسته د کاپیسا په ولایت کې د عامې روغتیا رئیس په توګه، خلکو ته د خدمت کولو په خاطر په کار پیل وکړ.

په ۲۰۰۲ کال کې، ډاکټر فیروز په عامې روغتیا وزارت کې د پالیسۍ او پلان د مرستیال په توګه په دندې وګمارل شو. نوموړي د اوسني روغتیايي نظام د بڼسټ په ايښودنه کې مهم رول ترسره کړی دی. د بیلګې په توګه د عامې روغتیا وزارت ماموریت ته يې په لومړي ځل وضاحت او پراختیا ورکړه او همداراز  د ۲۰۰۲ – ۲۰۰۴ کلونو لپاره ملی موقته د روغتیایی ستراتیژي جوړه کړه. سربیره پردې، له دوو کلیدي روغتیايی نوښتونو څخه چې په نامه د اساسي روغتیايي خدمتونو ټولګه او د روغتونیزه د اساسي خدمتونو ټولګه یادیږي، په پوره ځواکمنتیا او توان يې ملاتړکړی دی.  دغو دوو روغتیايی پروګرامونو په ټول هیواد کې د روغتيايي خدمتونو د پوښښ د کچې په وده کې او د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په کمښت کې خورا زیاته مثبته اغیزه کړې ده.  

ډاکټر فیروز د ۲۰۰۵ – ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د افغانستان د اړوندو موضوعاتو په باب د نړیوال بانک، د امريکې د نړیوالې پراختیايي ادارې او د برتانیا د نړیوالې پراختیايی ادارې سره د سلا او مشورتي کار کړی دی. سربیره پردې، د افغانستان د ښيي حکومتولي ترنامه لاندې يو غیر دولتي انسټیټوټ يې تاسیس کړ چې ګن شمیر څيړنې او ورته نور کارونه يې ترسره کړي ډي.  نوموړي په نورو هیوادونو کې په شمول د هندوستان او سویلي سودان کې د روغتیايی نظام د سمون په بیلابیلو اړخونو کار کړی دی.  

په همدې موده کې، ډاکټر فیروز د لندن پوهنتون څخه د عمومي جراحۍ په برخه کې د ډيپلوم او دعامې روغتیا په مدیریت کې د ماستري او همداراز د هندوستان د جیپور پوهنتون څخه په اداره او تجارت کې د ماسترۍ په ترلاسه کولو، خپلې تخصیصی سويه او پوهې ته لازیاته وده ورکړه. ډاکټر فیروز د روغتیاي مدیریت او پالیسیو په باب ګن شمیر موضوعات په کتابونو او همداراز  څیړه نیزې مقالی په نړیوالو ژورنالیونو کې په چاپ رسولي دي.  

د ۲۰۱۵ کال د فبروري میاشتې په لومړیو کې، ډاکټر فیروز، د ملي یوالي حکومت د مشرانو لخوا د عامې روغتیا د وزیر په توګه ونومول شو. نوموړي د افغانستان له پارلمان څخه ترټولو زیاته د اعتماد رایه ترلاسه کړه.  ډاکټر فیروز کله چې د عامې روغتیا وزیر په توګه چارې یې پرغاړه واخیستې، یوشمیر لومړيتوبه او یو لړ اصلاحات او بدلونونه یې ترلاس لاندې ونیول. نوموړي همداراز دعامې روغتیا وزارت لپاره یې لازمه رهبري غوره کړه ترڅو دغه وزارت وتوانیږي چې خپلې چارې په سمه توګه  ترسره کړي او د افغانستان د وګړو د روغتیا د ودې لپاره خپلې تل پاتې موخې او باکیفیته پایلوته ورسیږي.