د عامې روغتیا نوماند وزیر د روغتیا نړیوال سازمان په ۶۷ ناسته کې ګډون وکړ

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۱:۳۳
د عامې روغتیا نوماند وزیر د روغتیا نړیوال سازمان په ۶۷ ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د روغتیا نړیوال سازمان په 67 مه سیمه ییزه ناسته کې چې په آنلاین ډول جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په دې ناسته کې، د سیمې او نړۍ اوسني روغتیایي حالت باندې د روغتیایي مسؤلینو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ډاکټر احمد جواد عثماني په افغانستان کې د روغتیایي وضعیت ښه کولو، په ځانګړي توګه د روغتونونو اصلاحات، د کورونا ویروس دوهمې څپې لپاره چمتووالی، د اساسي او روغتوني روغتیایي خدمتونو چمتو کولو باندې ټینګار وکړ او د روغتیا نړیوال سازمان او نورو نړیوالو شرکاوؤ څخه په دې برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ډاکټر تریدوس، ډاکټر المنداري د سیمه ییز (ایمرو) سازمان رئیس او د ۲۲ هېوادونو روغتیا وزیرانو برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۶:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د (Cord aid) روغتیایي دفتر، د افغان پراختیایي موسسې استازو او نورو څانګو په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو او ډېرو مالي مرستو ترلاسه کولو او روغتیایي خدمتونو ته. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۷:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو نړیواله ورځ ونمانځله

په نړۍ کې د پولیو/ګوزڼ نړیوالې ورځې نمانځل، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یونیسیف ادارې، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي همکارانو د پولیو نړیوالې ورځې د نمانځلو په پار په سختو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې. . .

BACK TO NEWS