د عامې روغتیا نوماند وزیر په پکتیکا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وارزول

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۳:۹
د عامې روغتیا نوماند وزیر په پکتیکا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وارزول

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، د پکتیا ولایت وروسته د جمعې په ورځ د وږي ۲۱/۱۳۹۹ پکتیکا ولایت ته ولاړ او په دې ولایت کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له نږدې و ارزول.

ډاکټر عثماني له ولایتي روغتون، د عامې روغتیا ریاست نوې ودانۍ، د کوېډ -۱۹ وارډ او د دغه ولایت ځینو نورو روغتیایي برخه څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دې روغتون هغه برخې چې بیارغونې ته اړتیا لري باید ورغول شي.

هغه د دې ولایت روغتیایي کارکونکو ته د وینټیلیټرونو د سمې کارونې په اړه روزنې باندې هم ټینګار وکړ او د پلي کونکو مؤسئسو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې روغتیایي کارکونکو ته د وینټیلیټرونو د سمې کارونې په اړه روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت نوماند د دغه ولایت له روغتیايي مسؤولینو وغوښتل چې د عامې روغتیا ریاست د اداري او لابراتوار کارونو لپاره ډېره اړتیا لیدل کېږي، او د عامې روغتیا ریاست د نوې ودانۍ تر بشپړېدو پورې دې د عامې روغتیا ریاست کرایي ودانۍ ته ولېږدوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۲۳
Background image

د فارمسستانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د عامې روغتیا وزارت د فارمسستانو نړیواله ورځ "په نړیواله روغتیا کې بدلون" تر شعار لاندې په هیواد کې د فارمسستانو د ښو کړنو ستایلو په پار ولمانځله.

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د عامې روغتیا نوماند وزیر د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا بېړنیو پروګرامونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د بېړنیو پروګرمونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۵:۱۵
Background image

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاکټر پپر کورن ماموریت پای ته ورسېد

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د یوې ناستې په ترڅ کې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاکټر پپرکورن د ماموریت پای او کړنې وستایلې.

ډاکټر عثماني د ښاغلي. . .

BACK TO NEWS