د عامې روغتیا وزارت د چین هېواد څخه وغوښتل چې د پېچليو علمیاتو ترسره کولو او افغان ډاکټرانو روزنې برخه کې له دې هېواد سره همکارۍ وکړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن په کابل کې د چین خلق جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
ډاکټر احمد جواد عثماني کورونا د کړکېچ پرمهال او وروسته په افغانستان کې د کورونا ویروس سره په مبارزه کې د چین د مرستو له امله مننه وکړه.
د عامې روغتیا نوماند وزیر د پېچلیو عملیاتو ترسره کول په ځانګړي توګه (د زړه عملیات، سرطان، ګردې او نور موارد) د روغتیا سکتور یوه ننګونه وبلله او د چین له سفیر څخه یې وغوښتل چې پېچلي عملیات ترسره کولو او افغان ډاکټرانو روزنې په پار دې هېواد ته د متخصصانو یو ټیم د لنډې مودې لپاره واستوي ترڅو په دې برخه کې د روغتیا سکتور ستونزې حل شي.
له بلې خوا، ښاغلي وانګ يو له افغانستان سره د چين د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې هېواد يې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له روغتيايي سکتور سره همکارۍ ته چمتو دی.