د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځ مدیترانې دفتر له رئیس سره خبرې وکړې

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۲۲:۳۳
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځ مدیترانې دفتر له رئیس سره خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، نن د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال روغتیا سازمان (ایمرو) د ختیځ مدیترانې دفتر له رییس ډاکټر احمد المنداري سره خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې ناسته کې د ا.ا.ج د عالي مقام د لارښوونو په رڼا کې د دغه وزارت نوې برنامې د ښاغلي المنداري سره شریکې کړې، او ویې ویل چې د روغتیا سکتور د ټولو ابعادو په پام کې نیول سره رغنیزې طرحې تر کار لاندې دي او د دې طرحو تطبیق به د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د موثریت او مثمریت سبب وګرځي.

هغه زیاته کړه په داسې حال کې چې د کورونا ویروس بحران د افغانستان د روغتیا سکتور له ناڅاپي ننګونو سره مخ کړ، د عامې روغتیا وزارت وکولی شو چې د شته امکاناتو په درلودو سره دا ننګونه د روغتیا سکتور د نیمګړتیاوؤ پېژندلو، او د روغتیایي سیستم د ځواب ویلو مؤثریت او په راتلونکي کې د ورته پېښو د ښه مدیریت لپاره په ښه فرصت بدل کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د ګوزڼ د نوي ډول ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه یې وغوښتل چې د دې سازمان هېوادنی دفتر په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په مؤثره توګه ترسره کړي.

هغه همدارنګه د پولیو پروړاندې مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف تر منځ همغږي مهمه وبلله او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ د فعالیتونو د همغږي او اغېزمنتیا پیاوړي کولو د څرنګوالي په اړه کار روان دی.

ډاکټر مجروح په داسې حال کې چې د روغتیا د سیستم په پیاوړتیا او د عامې روغتیا وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي ملاتړ په وړاندې کولو کې د نړیوال روغتیا سازمان اغېزمن رول، په ځانګړي ډول په هېواد کې د کورونا ویروس دغه راز د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې مبارزه، د روڼتیا د تامین اصول، حساب ورکونې او د دې سازمان په فعالیتونو کې اغېزمنتوب حتمي وباله.

له بلې خوا، ښاغلي المنداري د عامې روغتیا وزارت له نویو برنامو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د پولیو د له منځه وړلو، اصلاحي برنامې پلي کول او د دې ویروس د نوې بڼې په پېژندلو کې به د نړیوال روغتیا سازمان سره د عامې روغتیا وزارت سره ګډه همکاري وکړي.

ښاغلي المنداري وویل: چې دوی به د روڼتیا تامین، حساب ورکونه او موثریت برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ هڅه وکړي.

ډاکټر مجروح څرګنده کړه، چې د عامې روغتیا په وزارت کې اداري ظرفیت او بشري سرچینې په تېرو شلو کلونو کې ډېرې شوي دي، د مرحله وارو مسؤلیتونو لېږد، او د عامې روغتیا وزارت تخنیکي څانګو ته د وقایوي برنامو د پلي کولو مسؤلیت د عامې روغتیا وزارت مهمه اجنډا وګڼله، ښاغلي المنداري په دې برخه کې موافقه وکړه او د بشپړې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۶:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په مخدره توکو د روږدو کسانو د متبادلې درملنې پروسه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، نن په نشه یي توکو د روږدو کسانو د متبادلې درملنې څانګه او د ابن سینا د معتادینو زر بستریز روغتون بېړنۍ څانګې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۳
Background image

د کورونا واکسین د تطبیق څرنګوالی د یوې ناستې په ترڅ کې تر ارزونې لاندې ونیول شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د ویډیو کنفرانس له لارې د یوناستې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې روغتیایي پرسونل ته د کورونا واکسین د تطبیق څرنګوالی د پلي کونکو. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

د روغتیایي پروژو په اړه د نړیوال بانک د ارزونې پایلې تربحث لاندې ونیول شوې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د نړیوال بانک د ارزونې پایلې د دغه بانک لخوا چې د صحتمندي پروژو او کووېډ -۱۹ ته د ځواب ویلو په اړه ترسره شوې ده تربحث لاندې ونیول. . .

BACK TO NEWS