د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوال بانک څخه د اکسیجن دستګاه وو د پېرودلو په پار د همکاري غوښتونکی شو

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۹:۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوال بانک څخه د اکسیجن دستګاه وو د پېرودلو په پار د همکاري غوښتونکی شو

چهارشنبه، غبرګولی ٢٦/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک له استازو څخه د آکسیجن دستګاه وؤ په پیرودلو کې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، اوسمهال آکسیجن د روغتیا سکتور یوه جدي اړتیا بولي، وايي که څه هم د اکسیجن د تولید دستګاه وې د کابل او ځینو ولایتونو په یو شمېر روغتونونو کې نصب او فعال شوي دي او د لسو نورو ولایتونو لپاره هم دستګاه وې پېردول شوي دي مګر اوس هم موږ د اکسیجن له کمښت سره مخ یو او ستاسو قوي همکاري ته اړتیا لرو.

ډاکترمجروح، په اتو ولایتونو کې د صحتمندي پروژې د بدیلو مؤسساتو د انتخاب په اړه چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک شوي وؤ د نړیوال بانک له استازو سره تر بحث لاندې ونیو او ټینګار یې وکړ چې د دې مؤسساتو تړونونه به د جمهوري ریاست د عالي مقام له تاییدي وروسته نهایي شي.

سربېره پردې، په دغه غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د دوام ورکولو او د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې په پار د کورونا پروژې پر قرار داد باندې هم بحث وکړ.

له بلې خوا، د نړیوال بانک استازي د افغانستان د روغتیايي سکتور څخه د دوی پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په یادو برخو کې به همکاري وکړي.

نړیوال بانک د روغتیا سکتور او د صحتمندي پروژې یو له لوی تمویل کوونکو څخه دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۹:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي د عامې روغتیا وزارت د اجرائیوي بورډ لخوا تصویب شوه

پنجشنبه، زمری ۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي، نن د اجرائیوي بورډ په ناسته کې وړاندې شوه، چې له وړاندې کولو وروسته د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکتر وحید مجروح او د اجرائیوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۸:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل

پنجشنبه، زمری ۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره د عامې روغتیا وزارت کې وکتل.

په دې ناسته کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۹:۴۶
Background image

د IPEHS روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو نوې کڅوړې مسوده او یا د اساسي روغتیایي خدمتونو مدغم شوې کڅوړه د پلي کوونکو مؤسسو سره تر ارزونې لاندې ونیول شوه

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده، د چهارشنبه ورځ د روان کال زمري ۶ مه د روغتیایي خدمتونو پلي کوونکو مؤسسو له استازو سره په یوه ناسته کې د IPEHS. . .

BACK TO NEWS