د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۸:۴۶
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل

پنجشنبه، زمری ۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره د عامې روغتیا وزارت کې وکتل.

په دې ناسته کې، د هېواد د روغتیا سیسټم د ریفور او اصلاحاتو د اجنډا، د مدغم شوي روغتیایي خدمتونو نوې کڅوړې، د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې څرنګوالي، د کورونا واکسین چمتو کول، په لیرې پرتو سیمو کې لومړني روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي ننګونو، په روغتوني روغتیایي خدمتونو کې جدي اصلاحات، د صحتمندي پروژې شته ننګونو او د صحتمندي پروژې وروسته طرحې ډیزاین په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نړیوال بانک د همکارۍ له امله مننه وکړه او دا یې د روغتیا سکتور په ځانګړې توګه د روغتیا/صحتمندي پروژې لپاره له مهمو تمویلوونکو څخه وباله.

ډاکټر مجروح، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د نړیوال بانک همکارۍ خورا اغېزمنه او ارزښتناکه وګڼله او له مېرمن ملنډا ګوډ څخه غوښتنه وکړه چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د افغانستان خلک د نړیوالو ریښتیني مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز د افغانستان لپاره د نړیوال بانک نوې رئیسې مېرمن ملنډا ګوډ، د افغانستان د حکومت تر مشرتابه لاندې د دوی د همکاریو پر دوام ورکولو ژمنه وکړه او په دې سختو شرایطو کې یې د وزارت د مشرتابه او روغتیایي کارکوونکو ریښتیني هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۰:۳۷
Background image

د مرستې غږ

د پکتيکا ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې د را منځته شوي طبيعي  حادثې " زلزلې" له کبله زيات هيوادوال شهيدان او ټپيان دي ، د لمړنيو روغتيايي مرستو په خاطر د عامې روغتيا وزرات له لوري روغتيايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۵:۴۶
Background image

د صحي خدماتو پلي کونکو مٶسساتو سره ناسته تر سره شوه

 چهارشنبه، جوزا ۲۵/ ۱۴۰۱
 د عامې روغتیا سرپرست وزير  ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدماتو پلي کونکو  له استازو سره وکتل.
 د عامې  روغتياسرپرست وزير  په دې کتنه کې وويل: د روغتيا وزارت  . . .

BACK TO NEWS