د عامې روغتیا وزارت سرپرست: په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۹:۲۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست:  په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

سه شنبه، زمری ١٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي د همغږۍ په پارجوړه شوې غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو برخو کې د سرچینو په وېش باندې ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، وویل: سربېره پر دې چې موږ د جنګ او کړکېچن حالت کې واقع یو، مګر بیا هم روغتیایي کارکوونکي د شپې او ورځې په دې هڅه کې دي ترڅو د جګړې په ساحه کې خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکتر مجروح، د جکړې په ساحه ډاکترانو د هڅو ستاینې سربېره، د زیان منونکو اقشارو د ارزولو، د دوی د اړتیاو د پېژندلو او روغتیایي مرکزونو کې د سرچینو په چمتو کولو باندې ټینګار وکړ.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت اوسني وضعیت ته په پام سره لا ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري، موږ په دې هڅه کې یو ترڅو د ملي او نړیوالو روغتیایي شریکانو سره په همکارۍ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو دپیاوړي کولو لپاره لا ډېرې سرچینې چمتو کړو.

دغه راز په دې ناسته کې، د اړوندو څانګو مسؤولینو د تروما پېښو د شمېر او ارقامو، د ولایتونو په تفکیک سره د کورونا ویروس پېښو کموالی او زیاتوالی ولایتونو، دکورونا واکسین د پلي کولو پروګرام، د نیمایي کال ګزارش د ځواب ورکولو طرحې، د بودجې د وضعیت، د سرچینو چمتو کول، د روغتیا کلستر د استراتیژۍ او د روغتیا نورو بروخو په اړه د خپلو کړنو راپور وړاند کړ او همدارنکه په اړه یې بحث او تبادل د نظر وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۸:۸
Background image

د ملاريا او نورو ناقله ناروغيو د کنټرول ملي برنامې نوي امر په دنده پيل وکړ

  ښاغلی حزب الله فطرت د ملاريا او نورو ناقله ناروغيو د کنټرول ملي برنامې د نوي امر په توګه د يادې برنامې کارمندانو ته ور وپيژندل شو.

په ياده معرفت غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د وقايوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۶:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د(UNCHR) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې (UNHCR) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د انګلستان هېواد د Kids OR خیریه بنسټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د انګلستان هېواد د Kids OR خیریه بنسټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

 

په دې. . .

BACK TO NEWS