د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو مسؤول سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۵۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو مسؤول سره وکتل

یکشنبه، غویی ١٤٠٠/٥

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په کابل کې د ایمرجنسي بنسټ د برنامو د همغږي کولو له مسؤول ښاغلي مارکو پونټین سره وکتل.

په دې کتنه کې، دوی د هغو روغتیایي مرکزونو پر پیاوړتیا باند چې په کابل او ولایتونو کې د ایمرجنسي بنسټ لخوا ملاتړ کېږي په ګډه همکارۍ بحث او د نظر تبادله وکړه.

ډاکټر مجروح؛ په افغانستان کې د ایمرجنسي بنسټ د همکارۍ له امله مننه وکړه او په ایمرجنسي روغتونونو کې د روغتیايي کار کوونکو د روزنې په ځانګړي توګه د بېړنۍ پاملرنې او تراما برخه کې یې د دوی د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایمرجنسي بنسټ سره د عامې روغتیا وزارت پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، که چېرې اړتیا وي موږ په تخنیکي برخو کې د ایمرجنسي روغتونونو سره همکارۍ ته چمتو یو.

په ورته وخت کې، ښاغلي مارکو پونټین په افغانستان کې د ایمرجنسي بنسټ د همکارۍ پر دوام سربېره، د ایمرجنسي په یوشمېر روغتونونو کې د افغان ډاکترانو لپاره د انستیزي څانګه کې د تخصص روزنې د برابر ولو څخه خبر ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۹:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوال بانک څخه د اکسیجن دستګاه وو د پېرودلو په پار د همکاري غوښتونکی شو

چهارشنبه، غبرګولی ٢٦/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک له استازو څخه د آکسیجن دستګاه وؤ په پیرودلو کې د دوی د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۶:۴
Background image

د روسیې هېواد د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه د نړیوال روغتیایي سازمان له لارې افغانستان ته ورسېده

سه شنبه، غبرګولی ۲۵/۱۴۰۰

په دغه کڅوړه کې بېړني کېټونه شامل دي، چې دمخه د روسیې هېواد لخوا نړیوال روغتیایي سازمان ته سپارل شوي وؤ نن افغانستان ته ورسېده.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۲۳:۱۸
Background image

د کورونا ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله وژونکې ده

دوشنبه، غبرګولی ٢٤/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح؛ نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې برخه واخیسته او د هېواد د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د عامې. . .

BACK TO NEWS